د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي ترڅو چې د

روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، د افغان دولت مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د خبرو د دوهم پړاو د پېل په اړه نن دوو شنبه ویلې، چې تر هغه چې ددې  پړاو لپاره د "جمهوریت دریځ" ترلاسه نه شي د خبرو پېل کیدل پېل نه شي ورکولی.

د کوفي په خبره که د سولې خبرو پر اجنډا وضاحت رامنځټه نه شي خبرې مثبته پایله نه شي ورکولی، نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې کابل ته د سلا مشورو په موخه د مرکچي پلاوي د راتګ ۶ ورځې تیریږي خو په دې برخه کې لا هم د سیاسي  اجماع او د حمهوریت د دريځ په اړه پرمختګونه نه دي ترلاسه شوې چې  دا د خبرو د دوهم پړاو لپاره تر ټولو سترې ننګونې بلل کیږي.
 
کوفي زیاتوي چې:"موږ د خپلو مشورو لړیو ته دوام ورکوو او باید له یوه وضاحت سره بېرته راستانه شوو، یعنې د خبرو پېل به تر هغې چې د جمهوریت دریځ او هغه د هغه موردو له وضاحت پرته چې په اجنډا کې ګټور نه وي، نو په دې موخه زمونږ هڅه ده ترڅو خبرې بېرته پر وخت پېل کړو."

دا په داسې حال کې  ده کابل ته د افغان مرکچي پلاوي له راتګ سره دواړو مرکچي ډلو د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله په خپل وخت د خبرو د پېل ډاډ ورکړی و او تازه نن ددې شورا مرستیال اسدالله سعادت ویلې، چې خبرې باید په هېڅ ډول دلایلو ونه ځنډول شي.