د تاجکستان لومړی وزیر: په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوو

روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، د ملي پخلایني عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تاجکستان د خپل سفر پرمهال ددې هېواد له لومړي وزیر سره کتلي دي.

د تاجکستان لومړي قاهر رسول زاده له ډاکټر عبدالله سره په لیدنه کې افغانستان او تاجکستان دوه دوست هېوادونه بللی او له افغان سولې پروسې یې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

نوموړي د افغان سولې پروسه کې د خپل هېواد د ملاتړ ترڅنګ ویلي، چې په افغانستان کې امنیت د سیمي او تاجکستان امنیت په مانا ده، نوموړي په افغانستان کې د سولې روانو هڅو د بریا تمه وښوده او په دې  برخه کې بشپړې همکارۍ ته اماده دي.

د تاجکستان له لومړي وزیر سره په یاده لیدنه کې د ملي پخلاینې شورا مشر د افغان سولې پروسې په برخه کې د تاجکستان رول مهم  وبله او په دې برخه کې یې  د یاد هېواد له هڅو مننه وکړه او ددې هېواد له تجربې یې د افغان سولې پروسې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړ.

ډاکټر عبدالله نن د سولې  هڅو په دوام د تاجکستان پلازمينې دوشنبې ته تللی او ددې هېواد د پارلمان له رئیس سربیره یې د بهرنیو چارو وزیر سره هم د افغان سولې پروسې او د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو جلا جلا لیدنې کړي دي چې نوموړی به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وګوري.