پغمان ولسوالۍ کې ځانمرګی برید شوی 

روهي (دوه نۍ/۱ د مرغومي)، کابل پوليس وايي چې نن ورځ د کابل ولايت پغمان ولسوالس کې د يو جومات ترڅنګ ځانمرګی بريد شوی دی. پوليسو ويلي دې پېښې پخلی کړی دی. 

پوليسو دې پېښې په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړي خو ويلي دي چې پېښه د بلسان په نوم يو جومات سره نېږدې شوې ده او يو کس په کې وژل شوی دی. ياد جومات کې د فاتحې مراسم هم روان وو. 

تر اوسه د دغه پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.