روهي (دوه نۍ/۱ د مرغومي)، د افغانستان کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې کابل ولايت کې په ۶۰ جرېبه ځمکه په نړیوالو ميعارونو د کرېکټ لوبغاړی جوړيږي.
خبرپاڼه کې د کرېکټ بورډ د مشر فرهان يوسفزي له خولې لېکل شوي دي، "په دې اړوند خپلو ټولو هېوادوالو ته زېری ورکوم چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري او نړیوال کرکټ لوبغالي درلودونکی وي چېرې به چې زموږ هېوادوال له کرکټ څخه له نږدې خوند اخلي او خپل اتلان به له نږدې هڅوي."
دغه لوبغالی به په نړیوالو معیارونو برابر وي چې سربېره پر دې به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو لپاره د پنځه ستوري لرونکي مېلمستون، د معیاري حوض، د سرپټې او سرلوڅې روزنځایونو یا اکاډمیو، د نندارچیانو لپاره د سیوري لرونکي ناستې ځایونو، د لوبغاړو لپاره د روغتیايي مرکز، د جومات، د موټرونو تمځای، د اداري ودانۍ او نورو اړوند اسانتیاوې درلودونکی وي.
د یادونې وړ ده چې د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به د کرکټ ۳۵ زره نندارچیان په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کړئ شي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم ځانګړی ځای لرونکی وي.
وروستي