۲۰۳ تندر قول اردو : لوګر کې د طالبانو دوه بې پيلوټه الوتکې له منځه وړل شوي

روهي دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، د ۲۰۳ تندر قول له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو دوه بې پيلوټه الوتکې له منځه وړل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې عملیاتو پرمهال د ۲ بهرنیو جنګیالیو د وژل کیدو په ګډون ۶ وسله ټپيان شوې هم دي، د  ۲۰۳ تندر قول اردو زیاتوي چې وژل شوي کسان دواړه چیچنیان دي.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې ددې عملیاتو پرمهال دوه کشفي هوایې کمرې چې یوه یې د یو بم او بله یې د ددریو بمونو د انتقال وړ وې د یو نورو نظامي توکو سره په ګډه له منځه وړل شوي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلې