د تاجکستان د ولسي جرګې رئیس: په افغانستان کې سوله د تاجکستان او سیمې د سولې په مانا ده

روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د تاجکستان د ولسي جرګې رئیس محمد طاهر ذاکرزاده د افغان سولې له پروسې د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې سوله د تاجکستان او سیمې د امنیت په مانا بللي ده.

ذاکرزاده له عبدالله عبدالله سره په دې  لیدنه کې د افغان سولې په برخه کې د تاجکستان د همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ او تمه یې وښوده، چې د افغان حکومت لخوا د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې به مثبته پایله ورکړي.

ډاکټر عبدالله له ذاکرزاده سره په لیدنه کې د افغان سولې د هڅو په دوام د تاجکستان له حکومت او خلکو مننه وکړه وکړه چې په دې برخه کې د افغانستان ملاتړ کړی، د ده 
 په خبره چې تاجکستان د جګړې د ختمېدو او سولې په برخه کې ښه تجربه لري او کولی شي افغانستان سره پدې برخه کې همکاري وکړي.

د تاجکستان د ولسي جرګې رئیس په افغانستان کې سوله په  تاجکستان او سیمي کې د سولې او ثبات په مانا یاده کړه او له افغان سولې یې د تاجکستان له هر اړخیزه ملاتړ څخه ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ملي پخلایني عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله نن د افغان سولې پروسه کې د سیمه ییز ملاتړ ترلاسه کولو په موخه د تاجکستان هېواد ته د یو پلاوي په مشرۍ ته سفر کړی، نوموړي له دې  وړاندې  د سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو د ملاتړ په پار ایران، هند، پاکستان، ازبکستان او ترکیې ته هم سفرونه کړې و.