د اتیا-شل قانون   

 د اتیا-شل قانون (۸۰/۲۰ قانون) چې د پرېټو د قانون په نوم هم یادېږي، د ژوند د چارو او وخت د مدیریت لپاره یوه په زړه پورې نظریه ده. ددې قانون پر بنسټ، زمونږ ۲۰ سلنه فعالیتونه، د ۸۰ سلنه پایلو یا نتایجو لاسته راوړونکي دي.
 
 دغه قانون په لومړي ځل د یوه ایټالوي اقتصاد پوه، ویلفردو پرېټو لخوا د شتمنیو د ناعادلانه وېش لپاره کارول شوی وو، نوموړي ویل چې، د ټولنې اتیا سلنه شتمني د ۲۰ سلنه وګړو سره شتون لري. وروسته ډاکټر جوزف جوران، چې په یوه کمپنۍ کې یې د کیفیت د سلاکار او مدیر دنده لرله، متوجه شو چې ، په تولیداتو کې ۲۰ سلنه نقص او عیب، د ۸۰ سلنه زیان او تاوان سبب ګرځي. نوموړي نور مطالعات هم وکړل، او پایله یې داسې وارزوله چې، دغه قانون تقریبآ ټولو مسایلو او برخو کې د تطبیق وړ دی، نو ځکه یې دغه نظریه د اتیا-شل یا شل-اتیا د قانون په نوم خلکو ته وروپېژانده.
 
ددې قانون ځينې مثالونه په دې ډول ورکولای شو: هره کمپنۍ کې  تقریبآ اتیا سلنه ګټه د شل سلنه پېرودونکو لخوا ترلاسه کېږي، هر شرکت کې تقریبآ ۸۰ سلنه شکایتونه د ۲۰ سلنه مشتریانو لخوا ثبت کېږي، په یوه شرکت کې تقریبآ ۸۰ سلنه کار د ۲۰ سلنه کارکونکو لخوا ترسره کېږي... اړینه ده یادونه وکړو چې، ۸۰/۲۰ په دې مفهوم ندی چې فکس،  ۲۰ سلنه فعالیتونه د ۸۰ سلنه پایلو سبب ګرځي، بلکی مونږ ورسره د تقریبآ کلمه کارو، مطلب داده چې، کېدای شي د ۲۰ سلنه په شااوخوا کې ( ۱۵-۲۵...سلنه) فعالیتونه د ۸۰ سلنه په شااوخوا کې ( ۷۰-۷۵-۸۵... سلنه) پایلو سبب شي.
 
څه ډول له ۲۰/۸۰ قانون څخه ګټه واخلو
کولای شو د ۲۰/۸۰ قانون په کاري او شخصي ژوند کې پياده کړو، او له مخې یې خپل وخت، او نورې منابع په مؤثره او مثمره توګه داسې وکاروو چې، له لږو سرچینو څخه زیاترینې پایلې ترلاسه کړو.
 

  • د لومړیتوبونه ټاکلو کې کولای شو ۲۰/۸۰ قانون وکاروو: کله چې یو پلان او برنامه جوړوو، نو ډېری وخت دومره فعالیتونه ته پکې ځای ورکوو، چې بیا یې له کولو څخه عاجزه کېږو او یا نوموړي فعالیتونه مو ټاکلو موخو ته نه رسوي ، نو که چېرې مونږ د ۲۰/۸۰ قانون څخه کار واخلو، او له مخې یې فعالیتونو ته لومړیتوبونه ( اولویت بندی) ورکړو، نو وبه کولای شو چې، د ډېرو کمو فعالیتونه په پایله کې، بې له دې چې ډېرې منابع وکارو، خپلې موخې ترلاسه کړو.
 
  • د ۲۰/۸۰ قانون له مخې کولای شو خپل پام اساسي خطرونو او ګواښونو ته واړوو: کله چې یو پلان جوړو، نو کېدای شي پلان مو له ځینو غټو او وړو احتمالي ګواښونو سره مخ شي، د پرېټو د قانون په نظر کې نیولو سره کولای شو، خپل پام په لویو ګواښونو متمرکز کړو، او خپله نوره انرژی پرځای ددې چې کوچنیو ګواښونو ته یې متوجه کړو، نورو ګټورو کارونو ته واړوو.
 
  • په تجارت کې ګټورو پېرودونکو ساتلو لپاره دغه قانون کاروی شو: د ۲۰/۸۰ قانون له مخې تاسو کولای شی، خپل شل سلنه پېرودونکي، چې تقریبآ اتیا سلنه ګټه ترې ترلاسه کوی، په ښه ډول وپېژنی( یعنې د پېرودونکو خصوصیات، رویه، تقاظا او نور اړخونه) او بیا د هغوی د ساتلو لپاره خپل فعالیتونه په کار واچوی، چې له مخې به یې تاسو وکولای شی، زیاته ګټه د لږو لګښتونو په پایله کې ترلاسه کړی، او همدارنګه به فرصت ولری چې، نورو برخو باندې هم پانګه اچونه وکړی، او د تجارت ګټه مو څو چنده کړی.
 
  • د کم ارزښته کارونو سپارل نورو ته: که چېرې تاسو د خپل کور مشر ، یا په کوم شرکت کې مدیر یاست، نو نشی کولای ټول کارونه او فعالیتونه پخپله ترسره کړی، او که ترسره یې هم کړی، نو په مؤثر او مثمر ډول به نوي، نو د ۲۰/۸۰ قانون له مخې کولای شو ډېر ارزښت لرونکي فعالیتونه پخپله غاړه واخلو، او کم ارزښته فعالیتونه نورو ته وسپارو او مونږ یې یوازې نظارت وکړو.
  •  
سربېره پر پورتنیو مواردو، مونږ کولای شو د ۲۰/۸۰ قانون، د شخصي او کاري ژوند په هره چاره او برخه کې وکاروو، له مخې یې منابع او وخت په ښه ډول مدیریت کړو، او ورځ تر بلې پرمختګ او کامیابیو ته لار هواره کړو. دا نو اوس زمونږ په استعداد او مهارتونو پورې اړه لري، چې دغه قانون څنګه او کومو چارو کې کاروو او ښې پایلې ځينې اخلو.