ناټو بايد په دې پوه شوې وي چې دا جنگ نشي گټلى

 
 
دښاغلی حکمتيار په زړه پورې مرکه : -
دحزب اسلامي مشر : جمهورو رئيسانو (بوش او اوباما) ته په ساينسي علومو او د كمپيوټر په ډگر كي د امتحان ورکولو چلنج ورکړ!
10-01-2011 02:15 AM
د افغانستان اسلامي حزب امير حکمتيار سره د اويس توحيد مرکه:
پوښتنه: حکمتیار صاحب، په لیزبون کی د ناټو سرمشریزی موافقه وکړه چی د ۲۰۱۴ کال تر پای پوری به خپل عسکر د افغانستان نه وباسی او دجګړی مسئولیت به افغان ځواکونوته حواله کوی، تاسی دغه بدلون ته په کومه سترګه ګوری؟ په بله معنا دوی د ځواکونو د ایستلو لپاره مهال ویش ټاکلی چی د کرزی د حکومت سره د خبرو لپاره د تاسی اساسی غوښتنه وه؟
ځواب 1: اجازه راكړئ ستا د لومړۍ پوښتني له ځواب مخكي دا وضاحت وكړم چي زه په دې طمع او موخه له اويس توحيد سره دا مركه كوم چي كريسچين ساينس مونيټور به دا ځل خپل لوستونكي د افغانستان له واقعي صورت حال خبر كړي او د مجاهدينو دريځ به له كوم تصرف او لاسوهني پرته په امانت سره د دوى په وړاندي كېږدي.
د پوښتني په ځواب كي بايد ووايم: ناټو د جنگ د دوام پرېكړه كړې؛ نه د فوځونو د ايستلو لپاره د معقول او منلو وړ مهال وېش پرېكړه. د ليزبون له سرمشريزي د افغان ولس او د ناټو د سرتېرو د ميندو انتظار دا نه وو چي څلور كاله نور د جگړي د دوام، د مظلومو افغانانو د وينو تويولو او د دوى پر كليو، كورونو، مدرسو او ښارونو د بمونو ورولو پرېكړه وكړي. د افغان ولس او مجاهدينو غوښتنه دا ده چي بهرني ځواكونه دي له قيد او شرط پرته جگړه متوقف كړي او د يوه معقول مهال وېش مطابق دي له افغانستان ووځي.
پوښتنه: ایاتاسی موافق یاست جی ناټو سره اوربند وکړئ؟
ځواب 2: ناټو د جنگ د دوام او د جنگ له لاري د مجاهدينو د ماتولو پرېكړه كړې ده او موږ ته ئې د مقاومت له دوام پرته بله لار او انتخاب نه دئ پرېښى، مقاومت به د سابق په څير او تر مخكي لازيات شدت سره دوام كوي.
ناټو بايد په دې پوه شوې وي چي دا جنگ نشي گټلى، له دې جگړې له دې پرته بل څه نشي ترلاسه كولى چي مزيد تابوتونه انتقال كړي او لازيات مالي او ځاني تلفات وگالي، د جگړي تلفات به دوى گالي خو گټه به ئې روسيې او ايران ته رسي، دوى په تېرو نهو كلونو كي د دومره مالي او ځاني تلفاتو په گاللو سره څه ترلاسه كړي چي له دې وروسته به ئې د ترلاسه كولو طمعه وكړي؟!! دوى په هيڅ توگه نشي كولى يو مضبوط افغاني حكومت جوړ كړي، داسي ډله او اشخاص نه لري چي افغانستان اداره كړى شي او صالح حكومت جوړ كړي، دوى له داسي اشخاصو حكومت جوړ كړى چي يا پخواني جنگي جنايتكاران دي او يا د اروپا او امريكا له كابارو او هوټلونو راغونډ او كابل ته انتقال شوې څېرې، څوك چي خپل ولس او هېواد ته خائن وي هغه به پرديو ته څنگه صادق او وفادار ثابت شي؟! څوك چي خپل هېواد په څو ډالرو پلوري هغه به څنگه بل ته مخلص وي او صادقانه كار به ورته وكړي؟! داسي پليتو څېرو ته چي اقتدار په لاس ورشي همغه څه به كوي چي د كابل د لاس پوڅي حكومت چارواكي ئې كوي. دوى يا مسكو او تهران پلوه ډلو ته د كابل حكومت سپارلى يا داسي خلكو ته چي د روسانو په ضد د مقاومت په دوران كي ئې ونډه له هيڅ سره برابره وه، هغه پيسې او وسلې چي امريكايانو وركولې د پاكستان او افغانستان له پولي دې خوا ته نه راوښتلې، وسلې ئې په پاكستان كي خرڅولې او پيسې ئې د اروپا او امريكا بانكونو ته انتقالولې. همغه كار چي نن ئې هم كوي.
پوښتنه: تیرکال د اپریل په میاشت کی ، دتاسی د ګوند استازو د کرزی د حکومت سره خبری درلودی او هغوی ته یی یو میکانیزم وړاندی کړ. دغه طرح ولی د ستونزو سره مخ شوه ؟ ایا نوموړی طرح اوس په ټپه ولاړه ده؟ ایا اوس هم تاسی او دتاسی ډله د کرزی د حکومت سره رابطه لري؟
ځواب 3: امريكايانو زموږ له طرحي سره مخالفت وكړ، د متحده ايالاتو د جنگ وزير اعلان وكړ چي اوس د مذاكراتو او د جنگ د پاى ته رسولو مناسب وخت نه دئ رارسېدلى، بايد دېرش زره نور فوځ افغانستان ته ولېږو، مقاومت كمزورى كړو او دې ته ئې اړ كړو چي زموږ شرائط ومني، كرزي ته ئې امر وكړ چي د حزب اسلامي له طرحي سره توافق ونه كړي، كرزى د جنگ د دوام او ختمولو په اړه هيڅ واك او صلاحيت نه لري، زموږ طرحه د كرزي له حكومت سره د راكړي وركړي او تفاهم طرحه نه وه، د افغانستان د روان بحران د ختمولو لپاره داسي جامع طرحه ده چي ټولو ذيدخلو لوريو ته وړاندي شوې. اساسي بند ئې د بهرنيو فوځونو بلاقيد وشرط او په شپږو مياشتو كي وتل او بيا د متناسب تمثيل پر بنسټ عادلانه انتخابات دي.
امريكايي جنرالان په جنگ كي د برياوو ادعاء كوي، وايي په كندهار كي ئې لاس ته راوړنې درلودې، اوباما هم د خپلو جنرالانو د غلطو ويناوو تر اغېز لاندي تللى، هغه ته وايم: د دغو جنرالانو ويناوي داسي دي لكه بوش ته د عراق د وضعيت په اړه د ډك چيني دروغجن راپورونه، هغه هم جنگ غوښتونكو جنرالانو دوكه كړ او په داسي جگړي كي ئې ښكېل كړ چي له رسوايي او ماتې پرته ئې هيڅ څه په برخه نشول، عراق ئې د ايران لپاره وځپلو او اوس په داسي حال كي ترې وځي چي عراق د ايران پلوه ډلو په واك كي دئ. د كندهار په څېر عمليات تاسو ته نه يوازي هيڅ گټه نه رسوي بلكي ستونزي مو لازياتوي. دا دئ گورئ چي په دې مياشت كي د مجاهدينو برياوي او ستاسو تلفات تر تېري مياشتي زيات او د سږ كال تر تېرو كلونو زيات وو.
پوښتنه: ایاتاسی غواړی چی د امریکایانو سره خبروته کښینئ؟ ایا د امریکایانو سره مو مخامخ او یا د چا په ذریعه خبری کړی ؟ او ایا امریکایانو د مذاکراتو پخاطر تاسی سره تماس نیولی او که نیولی یی وی، نو د چا په ذریعه؟ او یا ددی باالعکس، تاسی هڅه کړی چی مستقیما او یا په غیر مستقیم ډول د امریکایانو سره رابطه ونیسی؟
ځواب 4: له امريكايانو سره يوازي هغه مهال گټوري خبري كېدى شي چي د افغانانو له وژلو او د دوى د ملك له ورانولو لاس واخلي، غرور ئې مات شي، د حقايقو منلو ته چمتو شي، افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو حق وركړي او د جنگ د دوام پر ځاى د صلحي لار غوره كړي. موږ به له امريكا سره بالمثله معامله كوو، كه پر جنگ ټينگار وكړي نو موږ به تر آخري سلگۍ او آخري مرمۍ مقاومت كوو، دوى به له جگړي ستړي شي خو موږ به إن شاء الله نه ستړي شو او نه به سنگر پرېږدو، كه صلح غواړي موږ خبرو ته چمتو يو، كه باعزته وتل غواړي مرسته ئې كوو، كه په سيمي كي امنيت غواړي دا تضمينوو چي افغانستان به په سيمي كي د جگړو او بې امنيو عامل نه وي، د نورو په كورنيو چارو كي به لاسوهني نه كوي؛ په دې شرط چي نور زموږ په كورنيو چارو كي مداخله ونه كړي، او زموږ مخالفينو ته پيسې او وسلې ورنه كړي، كه د گډو منافعو پر سر د تفاهم خبره كوي موږ تيار يو. انتخاب دوى ته پرېږدو.
د پوښتني د دوهمي برخي په اړه بايد ووايم چي موږ له دوى سره د نورو په وساطت هيڅ خبري او مذاكرات نه لرو، نه په داسي مذاكراتو باور لرو او نه ئې مفيد گڼو، د خپلو استازو له لاري مو هغوى ته وخت په وخت دا پيغام رسولى چي د جنگ له لاري هيڅ نشئ ترلاسه كولى، د جنگ د دوام په صورت كي به متحده ايالات له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو.
پوښتنه: ایا تاسی د ربانی تر مشری لاندی د سولی د شوری غړوته احترام قائل یاست ؟ ولی دسولی یوی معاملی ته در سیدو پخاطر خبرو ته نه کښینی؟
ځواب 5: په داسي حال كي چي ناټو د جنگ د دوام پرېكړه كوي، له دې شورى سره به خبري څه گټه ولري، ناټو د كرزي خبري او حتى د ده دې مكرري غوښتني ته څه ارزښت نه وركوي چي پر كليو بمباري مه كوئ، د خلكو كورونه مه تلاشي كوئ او بې گناه افغانان مه وژنئ، د دې شورى پرېكړو ته به څه ارزښت وركړي.
پوښتنه: تاسی تل د کرزی په حکومت انتقاد کوی چی یو غیر قانونی حکومت دی خو ویل کیږی چی د حزب اسلامی ځینی کسان د همدی حکومت یوه برخه دی. ایا دا حقیقت لری؟ د پارلمان په و روستنیو انتخاباتو کی د حزب څوکسان د پارلمان ولسی جرګی او د مشرانو جرګی ته کامیاب شوی دی؟
ځواب 6: د كابل حكومت همغه دئ چي د امريكايانو په لاس د كابل له اشغال وروسته په بن كي جوړ او په امريكايي جهازونو كي كابل ته راانتقال شو، يو ذليل، لاس پوڅى او غير مشروع حكومت دئ، د ناټو د جهازونو تر وزر لاندي انتخابات هسي يوه غولوونكې ډرامه ده چي د هر آزاد او عاقل انسان له نظره ارزښت نه لري، په دغو انتخاباتو كي د افغان ولس محدود شمېر خلكو برخه اخيستې ده، د انتخاباتو د كميسيون د رسمي اعلان له مخي د ټولو برياليو كانديدانو د رأيو شمېر نږدې يو مليون او دوه سوه زره دئ، يعني ټول په گډه او راتلونكى پارلمان په مجموع كي له هرو دېرشو افغانانو څخه يوازي د يوه كس استازيتوب كوي، آيا داسي انتخابات او پارلمان څه ارزښت لري؟!! نه پوهېږو تاسو به د غربي معيارونو له مخي د دې انتخاباتو په اړه څه قضاوت كوئ؟ آيا ستاسو ديموكراسي يعني همدا؟! حزب اسلامي د هېواد د اشغال په حالت كي او د بهرنيو فوځونو د جهازونو تر وزر لاندي انتخاباتو كي هيڅكله برخه نه اخلي. د حزب په نامه چي د گوتو په شمېر كسانو په دې لاس پوڅي حكومت كي برخه اخيستې ده هغوى حزب او د حزب تگلاره نه تمثيلوي، د حزب اصولو ته وفادار غړي به هيڅكله په داسي حكومت او داسي انتخاباتو كي برخه وانه خلي.
په عراق او افغانستان كي د امريكايي جنرالانو له كړنو معلومېږي چي دوى غواړي دلته ثبات رامنځته نشي، مضبوط، مقتدر او ولس ته منلي حكومتونه جوړ نشي، داخلي جگړي دوام وكړي، د همدې لپاره ئې په دواړو هېوادو كي قدرت شيعه اقليت او ايران پلوه وړو ډلو ته سپارلى، په عراق كي ئې د هغه نوري المالكي ډلي ته اقتدار وسپاورو چي د ايران گوډاگى دئ او تر ننه ئې د امريكايانو د اعتراف له مخي نږدې درې لكه سنيان وژلي او همدومره نور ئې په زندانونو كي تعذيب كړي، په افغانستان كي ئې د ټول نظام حساسي ادارې د امنيتي ځواكونو په شمول مسكو او تهران پلوه ډلو ته سپارلي، غواړي پارلمان هم دغي ډلي ته وسپاري، وروستي تقلبي او مسخره انتخابات همدا حقيقت په گوته كوي، د غزني د انتخاباتو اعلان شوي نتائج ئې بربنډ ثبوت دئ، په غزني كي هغه مهال هم هزارگان يو اقليت وو چي داى كندى هم ورسره يو ځاى وو، امريكايانو له داى كندي بېل ولايت جوړ كړ، په دې سره په غزني ولايت كي د هزاروو شمېر له شل سلني هم راټيټ شو، خو د انتخاباتو كميسيون يولس نوماندان بريالي اعلان كړل چي په دوى كي يو پښتون هم نشته او ټول په هزاره اقليت پوري تړلي نوماندان دي!! په دې اړه حتى د كرزي پر اعتراض هم چا غوږ ونه گرولو.
د افغانستان اسلامي حزب امير مجاهد ورور حکمتيار سره د اويس توحيد مرکه: دویمه برخه

پوښتنه: په تاسی انتقاد دی چی حزب د کرزي د حکومت نه غوښتنه کړی چی دا شرط پوره کړی چی د حکمتیار نوم ، امریکا ته د مطلوبو کسانو له لیست نه وباسي؟ ایا دغه غوښتنه هم ددی باعث شوی چی خبری پرمخ لاړی نشي؟
ایا تاسی او یا د تاسی ډله فکر کوي چی که د تاسی نوم د نوموړی لیست نه لیری شی، نو تاسی به د امریکایانو سره د خبرو لپاره په ښه موقف کی یاست؟
ځواب 7: دا خبر په بشپړه توگه بې بنسټه دئ، حزب اسلامي به څنگه له كرزي دا مطالبه كوي چي د امريكايانو له تور ليست څخه د حكمتيار نوم حذف شي، په داسي حال كي چي د كرزي نوم په خپله د امريكايانو په تور ليست كي دئ؟!! كه دا خبره نه منئ نو له ويكي ليكس پوښتنه وكړئ، ويكي ليكس وايي چي امريكايي چارواكي كرزى او د ده كورنۍ او ملگري په اختلاس، اداري فساد او د مخدره موادو په قاچاق تورنوي!! موږ نه تر دې د مخه له امريكايانو غوښتي چي زموږ نوم له تور ليست څخه حذف كړي او نه به له دې وروسته ترې وغواړو، موږ پر دې فخر كوو چي نوم مو د دوى په تور ليست كي دئ!! د افغانانو له نظره اصلي تور ليست هغه دئ چي د اشغالگرانو د غلامانو نومونه په كي ليكل شوي، دا نومونه تور دي، دا كسان تورن دي او دا ليست تور دئ، هغه ليست د سر لوړو او عزتمنو ليست دئ چي اشغالگران ئې مجرم گڼي.
پوښتنه: ویل کیږی چی د ملا عمر ترمشرۍ لاندی طالبان، د حقانی ډله او القاعده په افغانستان کی د حزب نه قوي دي؟ افغان طالبان د تاسی د سولی وړاندیز ردوي او د یوه رهبر په توګه د تاسی توانمندۍ او قانونیت ته قائل نه دي، څنګه به تاسی د خبرو لپاره د اراوو اتفاق رامینځ ته کړئ؟
ځواب 8: د حزب د زور او ځواك په اړه يا له روسانو وپوښته او يا انتظار وكړه چي اشغالگران زموږ له هېواده ووځي او افغانان د خپل برخليك ټاكلو فرصت ترلاسه كړي او هغه وخت راشي چي افغانان وكولى شي د خپلي خوښي نظام، حكومت، پارلمان او مشران غوره كړي، هغه مهال به معلوم شي چي ولس له چا سره دئ او كوم حزب ځواكمن دئ او په ولس كي مضبوطي او ژوري جرړي لري، زه په ټول ډاډ او اطمينان سره تا ته ويلى شم چي هيڅ افغاني ډله له حزب اسلامي سره سيالي نشي كولى.
دا هم بايد تا ته ووايم چي موږ د ټولو مجاهدينو يووالى غواړو، هر مجاهد خپل ورور گڼو، هڅه مو دا ده چي د ټولو هغو افغانانو دريځ يو وي چي د هېواد آزادي او خپلواكي غواړي.
پوښتنه: د کرزي او طالبانو ترمینځ د خبرو او د ناټو او حقانی ډلی ترمینځ د مذاکراتو په باره کی ډیر بحثونه جریان لری. تاسی پدی کی څومره حقیقت وینئ او پدی برخه کی کوم موانع دي چې باید له مینځه یوړل شی؟
ځواب 9: ځيني بې نتيجې ليدني كتني تر سره شوې، ارزښت ئې هومره نه وو لكه تبليغات چي ورته كېدل، هم كرزى داسي تبليغاتو ته ضرورت لري او هم ناټو، دواړه غواړي خپلو ولسونو ته وښيي چي هم د جنگ په ډگر كي لاسته راوړني لري او هم د صلحي پر مېز، خو حقيقت د دې خلاف دئ، د جنگ په ميدان كي ئې حالت داسي دئ چي سږكال د دوى تلفات تر بل هر كال ډېر زيات وو، په راتلونكي كال كي به إن شاء الله تر دې هم زيات وي، د صلحي په ډگر كي كرزى د څه كولو واك او اختيار نه لري او د پنټاگون چارواكي د جنگ پر دوام ټينگار كوي، د مذاكراتو ماهيت ئې له هغه خبر معلومولى شئ چي څو ورځي مخكي رسنيو منعكس كړ چي په هغه كي ناټو او كرزي له جعلي ملامنصور سره د طالبانو د مهم استازي په نامه مذاكرات كړي وو، او پنډي پندي ډالر ئې وركړي وو؛ خو په پاى كي هغه جعلي وخوت او غائب شو!! په يقين سره ويلى شو چي دا جعلي ملا منصور د M-6 د يوه ماهر جاسوس له لوري كارول شوى وو چي دا ډالر هم د ده او جعلي ملامنصور تر منځ وېشل شوي.
پوښتنه: تاسی د مجاهدینو د هغو قوماندانانو څخه یاست چی په ۱۹۸۹ کال کی، د شوروی اتحاد د وتلو نه وروسته، په هیواد کی د ګډوډۍ باعث شوي او د تاسی د ګوند کسانو ظلمونه وکړل نو افغانان باید ولی په تاسی باور وکړي؟
ځواب 10: د روسي فوځونو له وتلو وروسته جنگونه د مخكنيو جگړو تسلسل وو، مسكو او واشنگټن د مخكني جنگ د دوام پرېكړه كړې وه، د دې لپاره چي د مجاهدينو په لاس اسلامي حكومت جوړ نشي، د جنگ د دوام مأموريت هغه ائتلاف ته سپارل شوى وو چي د واشنگټن او مسكو په وينا او د تهران په وساطت جوړ شوى وو، هغه جنگي جنايتكاران نن د امريكايانو په خوا كي دي، د افغان ملي اردو، ملي پوليس او د امنيت هغه رياست چي د كمونيستانو د دور د بدنام خاد پاتې شوني په كي راغونډ شوي، له همدغو جنايتكارانو، حرفيي غلو او قاتلانو جوړ شوي، امريكا په حقيقت كي افغانستان د مسكو او تهران او په دوى پوري تړلو ډلو ته فتح كړى، د جگړي مالي او ځاني تلفات امريكا گالي خو گټه ئې روسيې او ايران ته رسي. راشئ دا پوښتنه له افغانانو وكړئ چي جنگي جنايتكاران چېري او د چا په خوا كي دي؟!! كمونيست جنرالان او د دوى مليشې چېري دي، د امريكايانو په خوا كي دي كه د مجاهدينو په خوا كي؟!! آيا برگ امريكايي جمپرونه هغو ته نه دي وراغوستل شوي چي پرون ئې برگ روسي جمپرونه پر تن ول او لاسونه ئې تر څنگلو د افغانانو په وينو سره ول؟!! همغه چي امريكايانو د تعميد غسل وركړ او ټول ئې له ټولو مخكنيو او وروستنيو گناهونو پاك كړل، داسي تعميد چي مسيح عليه السلام او يحيى عليه السلام هم چا ته نه دئ وركړى!! افغانانو ته معلومه ده چي د روسي فوځونو د وتلو پر مهال د افغانستان په ارتباط داسي يو ائتلاف د مسكو او واشنگټن او د دوى د سيمه ييزو انډيوالانو تر منځ جوړ شوى وو چي نن ئې شاهد يو، د هغه او دې ائتلاف تر منځ توپير يوازي په دې كي دئ چي هغه پټ ائتلاف وو او دا بربنډ ائتلاف دئ. نن چي څوك د افغانانو په كورونو بمونه وروي، د ناټو چارواكو ته راپورونه وركوي او جهازونو ته ئې كوردينات وركوي او په گڼ مېشتو ځايونو كي چاودني كوي او بې گناه خلك وژني؛ پرون هم دغو خلكو دا كارونه كول، توپير ئې يوازي په دې كي دئ چي پرون ئې د روسي جنرالانو په امر كاوو او نن ئې د امريكايي جنرالانو په امر كوي.
زموږ له نظره هغه جنگ حرام دئ چي د بې گناه انسان وينه په كي توئېږي، موږ هر هغه جنگي اقدام محكوموو چي د غيرمحاربو وگړو د مرگ ژوبلي باعث كېږي، يوازي هغه جنگ يو مقدس او سپېڅلى جنگ گڼو چي د حق، عدالت، خپلواكۍ او آزادۍ او د مظلومو انسانانو د ژغورني لپاره وي. موږ ښه پوهېږو او له واقعيتو باخبره هر كس پوهېږي چي په افغانستان، پاكستان او عراق كي ټولي هغه چاودني چي په ښارونو، مدرسو، جوماتونو، زيارتونو، او د خلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي كېږي، ټول هغه ترورونه چي په ترڅ كي ئې مخكني مجاهد شخصيتونه، امامان، خطيبان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، ساينسپوهان او نور شخصيتونه وژل كېږي، كه دا په افغانستان كي دي، كه پاكستان كي او كه عراق كي، د ناټو د غړو د استخباراتو له لوري او د بليك واټر په څېر شبكو په لاس ترسره كېږي، هيڅ مجاهد به په داسي جنايت لاس پوري نه كړي.
پوښتنه: په ځینو ولایاتو کی د حزب اسلامی غړو د طالبانو له غړو سره برخوردونه کړی . اصلا داسی پیښی ولی رامینځ ته کیږی؟ د طالبانو سره چی د کویټی د شوری په نوم پیژندل کیږی، د تاسی د ګوند اړیکی څنګه دي؟ تاسی دواړه په افغانستان کی ،د امریکی ترمشرۍ لاندی قواوو په خلاف جنګیږئ، دا ددی معنی لري چی د یوه اوبل سره مشترک تفاهم لرئ.
ځواب 11: هو، د طالبانو ځينو جنگياليو د حزب له مجاهدينو سره په ځينو سيمو كي نښتي درلودې، موږ له مخلصو طالبانو سره هيڅ ستونزه نه لرو، موږ هغوى خپل وروڼه گڼو او هغوى موږ، د جگړو باعث د استخباراتو هغه نفوذي عمال دي چي د دوى په ليكو كي ئې ځاى نيولى، پرون ئې هم دوى زموږ په ضد وجنگول او نن هم، موږ هڅه كړې چي د داسي نښتو مخه ونيسو.
د دوهمي پوښتني په ځواب كي بايد ووايم چي موږ د كويټي له شورى سره كوم تړون او تماس نه لرو.
پوښتنه: د القاعدی په باره کی څه وایاست؟ هغوی سره د تاسی اړیکی څنګه دي، ایادوی د افغانستان د مسئلی حل دی او که پخپله د مسئلی یوه برخه تشکیلوی؟
ځواب 12: له القاعده سره هم نه كوم تړون لرو او نه كوم تنظيمي ارتباط، القاعده د افغان بحران يو مؤثر اړخ نه دئ، د القاعده اكثر غړي له دې سيمي وتلي، القاعده اوس افغانستان ته د يوه مركز او پناځي په توگه ضرورت نه لري، دوى ته عراق، صومال، يمن او ځيني نوري سيمي تر افغانستان ډېر مناسب ځايونه دي، تاسو وليدل چي په دې وروستيو كي امريكا ته لېږل شوي له باروتو ډك پارسلونه له افغانستان څخه نه بلكي له نورو ځايونو لېږل شوي وو. كه د امريكا همدا پاليسي وه نو القاعده او د القاعده په څېر نورو تنظيمونو ته به ډېر داسي خوندي مراكز او پناځايونه په لاس ورشي او ډېر نور تنظيمونه به هم ميدان ته راووځي.
پوښتنه: داسی رپوټونه شته چی د القاعدی جنګیالي د پاکستان د قبائلی سیمی نه د کونړ او نورستان سیموته ورداخل شوی چی هغه د حزب قوی مراکز بلل کیږی؟
ځواب 13: كه دا راپورونه حقيقت لري نو ښه به وي چي د سي آى اې په لاس كي پرېوځي، هغه به ئې په گرانه بيعه واخلي او د ډرون جهازونو له لاري به مشكوك ځايونه بمبارد كړي!! هغه جنايت چي نه چنگيزيانو كړى او نه كمونيستانو، په نيمه شپه، هغه مهال چي خلك په خواږه خوب ويده وي، د خلكو كورونه په داسي راكټو ولي چي بډاى شوي يورانيم په كي كارول شوي، ماشومان، ښځي او بوډاگان په وينو كي رغړوي، كه دا خبر صحيح وى نو امريكايانو به تر ننه پوري د وزيرستان په څېر دلته هم زر دا راز راكټي ورولي وو.
پوښتنه: د ۲۰۰۶ کال په یوه مرکه کی تاسی دعوه کړی وه چی د تاسی جنګیالیو د اسامه بن لادن سره مرسته وکړه چی د امریکی دبمبارۍ په وخت کی، د توری بوړی نه خوندی ووزي، دغه کار مو څنګه ترسره کړ؟
ځواب 14: هو، زموږ مجاهدينو له اسامه سره مرسته وكړه چي له توري بوري خوندي ووځي او مصئون ځاى ته انتقال شي. امريكا زموږ د دښمنانو مرسته كوله او موږ د دوى د دښمنانو مرسته وكړه، تر كله چي امريكا دې سياست ته دوام وركړي موږ به هم بالمثله عمل ورسره كوو. خو دا بايد ووايم چي اسامه څه موده له ما سره يو ځاى وو، هغه مهال ما ته نږدې اوسېدو چي پر ما د بې پيلوټه طياري له لوري راكټي بريد وشو، بيا سره بېل شوي يو، په تېرو څو كلونو كي هغه له ما سره نه وو. ما هغه مهال ملامحمد عمر ته هم احوال لېږلى وو چي كه په خپلي سيمي كي اوسېدا درته گرانه شوه، پاكستان ته مه ځه زما خوا ته راشه، نه پوهېږم چي قاصد به زما پيغام وررسولى وي كه نه.
پوښتنه: ډیر افغانان په خارجی اشغال خوښ نه دي خو ویره لري چی د ۱۹۹۰ کلونو ګډوډی او وحشت به یوځل بیا تکرار شی. نو د خارجی عسکر و د وتلو نه مخکی باید د اړوند تنظیمونو ترمینځ دسولی یوقوی تړون رامنځ ته شي خو داسی ښکاری چی تاسی د ګډوډۍ په هکله اندیښمن نه یاست، سبب یی څه دی؟
ځواب 15: د جنگ اصلي او لوى عامل د بهرنيو فوځونو شتون او بهرنۍ لاسوهني دي، دا بې بنسټه ادعاء ده چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به خلأ رامنځته شي او مخكنۍ جگړي به پيل شي، مخكنۍ جگړه هم له بهره تپل شوې وه، مسكو او واشنگټن او د دوى محلي مؤتلفين ئې تر شا وو، وسلې او پيسې ئې دوى وركولې او نننۍ هم، كه بهرني ځواكونه ووځي، مسكو او واشنگټن تعهد وكړي چي د افغانستان په كورنيو چارو كي به لاسوهنه نه كوي، مسكو تهران مهار كړي او واشنگټن اسلام آباد له لاسوهنو منع كړي نو يقيناً چي د افغانستان جگړه ډېر ژر پاى ته رسي.
پوښتنه؟ ایا تاسی فکر کوئ چی د القاعدی، افغان طالبانو او حقانی ترمشرۍ لاندی طالبانو ترمینځ تاسی د الحاق هغه قوه یاست چی دوی به یوی مشترکی موافقی ته ورسوی؟
ځواب 16: نه؛ موږ نه دا خبره كړې او نه مو د داسي څه كولو هڅه كړې، طالبان، د حقاني ډله او القاعده سره متحد دي.
پوښتنه: د افغانستان د مسئلی په اړه د تاسی پیغام ملا عمر او اسامه بن لادن ته څه دی؟ دوی باید څه وکړی؟
ځواب 17: زموږ پيغام ملاعمر، اسامه او نورو ته دا دئ چي د حزب اسلامي له لوري اعلان شوي د ژغورني ملي ميثاق سره توافق وكړي، همدا د افغانستان د بحران تر ټولو آسانه او ډاډمنه د حل لار ده.
پوښتنه: طالبان وایي چی خپلو دښمنانوته د شکست ورکولو نه وروسته به ملاعمر د دوی امیرالمؤمنین وي، د تاسی نقش به څه وي؟
ځواب 18: زموږ موقف دا دئ چي د هېواد راتلونكى زعيم بايد په خپلواك او آزاد افغانستان كي د ملت په خوښه او د عادلانه، آزاد او د اسلامي اصولو سره سم انتخاباتو له لاري غوره شي.
پوښتنه: د تاسی په بیانیو کی تضاد لیدل کیږی. لومړی تاسی ځان مرګي بریدونه غندل خو په تیر لنډ وخت کی ،حزب په کابل کی د ځان مرګی برید مسئولیت په غاړه واخیست، تاسی پدی هکله څه وایاست؟
ځواب 19: موږ هغه فدايي عمليات غندو چي يا بې گناه خلك په كي ووژل شي، يا په جوماتونو، مدرسو، ښارونو او د خلكو د تجمع په ځايونو كي ترسره شي او يا د غير مهمو اهدافو لپاره ترې استفاده وشي، هيڅكله مو د بهرنيو ځواكونو په ضد د فدايي عملياتو مخالفت نه دئ كړى، بلكي په داسي فدايي عملياتو كي د شهيد شوو فدايانو معنوي مقام تر نورو عادي شهيدانو ډېر ډېر لوړ گڼو.
پوښتنه: تاسی د لومړنۍ افغان جګړی په وخت کی، د امریکی او پاکستان مرستی ترلاسه کولی، او د طالبانو د واکمنۍ په وخت کی ، مو په ایران کی پناه واخیستله، اوس تاسی سره څوک مرسته کوی او حزب څنګه خپلی مالی او لوژستیکی اړتیاوی پوره کوي؟
ځواب 20: امريكايانو د خپلو گټو لپاره د شوروي اتحاد ضد مقاومت مرسته كوله، خو منصوبه ئې دا وه چي دا مقاومت په يوه اسلامي حكومت منتج نشي، له مقاومت سره ئې په ظاهر كي مرسته كوله خو له شا ئې په خنجر وهلو، د دې لپاره ئې گڼ شمېر ډلي په پېښور كي جوړي كړې، دا په داسي حال كي چي د شوروي ضد مقاومت له فكري، عملي او نظامي پلوه يوازي د حزب اسلامي په لاس او د ظاهر شاه له وخته پيل شوى وو، نوري ډلي ډېر كلونه وروسته او د هجرت د لړۍ له پيل كېدو وروسته په پاكستان او ايران كي جوړي شوې، ټولي هغه ډلي چي په پاكستان او ايران كي جوړي شوې وې نن د امريكايانو په خوا كي ولاړي دي او د ناټو تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېږي. د افغانستان په اړه د امريكا پاليسي تر ننه له حزب اسلامي سره په دښمنۍ ولاړه ده.
د پوښتني د بلي برخي په اړه بايد ووايم چي زه د شديد مجبوريت له وجهي ايران ته ولاړم، بل بديل مي نه درلود، په ايران كي زه په ظاهر كي آزاد خو په حقيقت كي زنداني وم، ايران نه يوازي زما مرسته نه ده كړې بلكي غوښتل ئې ما امريكايانو ته لاس تړلى وسپاري، تهران يوازي د ايران پلوه شيعه ډلو او شوراى نظار مرسته كړې، په نورو سيمو كي هم يوازي د شيعه وو مرسته كوي، د شوروي فوځونو له وتلو وروسته تر نن پوري د افغانستان په ارتباط د ايران سياست له مسكو سره همغږى او د سنيانو په ضد له واشنگټن سره همرنگى دئ، له هغي ورځي چي د نجيب حكومت نسكور شوى بيا تر نن پوري هيڅ هېواد د پاكستان په شمول له حزب اسلامي سره هيڅ ډول مرسته نه ده كړې، حزب اسلامي اوسنى مقاومت په خپلو ذاتي امكاناتو پيل كړى او تر ننه ئې دوام وركړى، يوازنى خپلواك افغاني حزب چي بهرنى حامي نه لري حزب اسلامي دئ، كه حزب بهرنى حامي درلودى نو نن به ئې په لسگونو زرو مجاهدينو په سنگرونو كي د اشغالگرانو مقابله كوله. موږ د دې لپاره محدود شمېر مجاهدين فعال كړي چي د ډېرو مجاهدينو د اكمال لپاره كافي امكانات نه لرو، خو مطمئن يو چي إن شاء الله په همدې محدودو امكاناتو سره به دښمن له خپل هېواده وتلو ته اړ كوو.
پوښتنه: د انجنیرۍ د یوه مخکینی محصل لپاره به دا ډیر اوږد او ستړی کوونکی سفر ؤ چی په اویا یمه لسیزه کی مجاهدشی او بیا ددریو لسیزو لپاره د افغانستان لپاره وجنګیږی، ایاتاسی چی اوس د خپل عمر په شپیتمو کالونو کی یاست ، دا ګڼۍ چی په کابل باندی د واکمنۍ هیله به مو پوره نشی؟
ځواب 21: هو؛ زما د مبارزې دا سفر اوږد او كافي ستونزمن وو، هغه مهال مي دا سفر پيل كړ چي زه شل كلن وم او اوس مي د عمر درې شپېتم كال پيل كړى، خو ما د آزاد، خپلواك او سرلوړي اسلامي افغانستان د جوړولو لپاره دا مبارزه پيل كړې وه او تر ننه مي دوام وركړى، نه د اقتدار لپاره، زه مبارزې ته د ديني فريضې په سترگه گورم نه اقتدار ته د رسېدو د وسيلې په سترگه، زه اقتدار د ولس امانت گڼم او دا د دوى حق چي په خپله خوښه ئې د اعتماد وړ زعيم ته وسپاري، زه جهاد ته د داسي ديني فريضې په سترگه گورم لكه لمونځ، ما د بلوغ له ورځي تر نن پوري له پنځه وخته ورځني لمونځ څخه يو لمونځ هم نه دئ قضاء كړى او إن شاء الله د ژوند تر پايه به ئې قضاء نه كړم، جهاد تر لمانځه هم ستر او دروند فرض گڼم، إن شاء الله د ژوند تر پايه به ئې ترك نه كړم، كله هم چي زما دين، هېواد او ولس زما جهاد ته ضرورت احساس كړي ما به چمتو او مجهز ومومي، زه به هيڅكله خپل ولس د ظالمانو په منگولو كي يوازي پرې نږدم او خپل هېواد به د پرديو تر اشغال لاندي پرې نږدم. زما شعار يا آزاد ژوند يا د سنگرونو مرگ دئ.
غربيان د غلطو تبليغاتو تر اغېز لاندي زما او د نورو مجاهدينو په اړه هر څه ويلى شي، كله مو تروريست بولي، كله د اقتدار وږي، كله بې هدفه جنگيالي، كله د جنگ عامل او كله د تمدن، ترقي او علم ضد!! خو موږ وايو: د آزادۍ لپاره جنگېږو، د خپل ايمان او عقيدې په حكم مو د مقاومت لار غوره كړې، له مقاومت پرته بله چاره نه لرو، نوري لاري ئې زموږ پر مخ تړلې دي، هره پرېكړه مو د عقل، پوهي او ايمان په رڼا كي ده، صلح، امنيت او عدالت غواړو، د ځان لپاره هم او د نورو لپاره هم، نه د تمدن ضد يو او نه د علم، ترقي او ساينس، كه نه منئ نو زه تيار يم چي د مجاهدينو په استازيتوب ستاسو له مخكني او اوسني جمهورو رئيسانو (بوش او اوباما) سره هم د ساينسي علومو او كمپيوټر په ډگر كي امتحان وركړم، هم په بايبل كي چي د دوى دواړو مذهبي كتاب دئ، او هم په نظامي چارو او د نښي په ويشتو كي، په داسي حال كي چي گمان كوم تر دواړو په عمر كي مشر يم. زما مسلك انجنيري دئ، د كمپيوټر په ډېرو چارو كي د تخصص پړاو ته نږدې شوى يم، هم ئې په جوړولو او ترميم كي او هم د گڼ شمېر پروگرامونو په كارولو كي، د ترميم په اړه ئې د چا مرستي ته ضرورت نه لرم، په تېرو نهو كلونو كي مي يو ځل هم خپل كمپيوټر د ترميم لپاره كوم انجنير ته نه دئ لېږلى، ما پر بايبل ضخيم كتاب ليكلى چي نږدې نه سوه صفحې دئ، دا په داسي حال كي چي زه نه د اوسېدو ثابت او خوندي ځاى لرم، نه د دوى او د دوى د جنرالانو په څېر كوم آرام او مجهز قصر كي اوسېږم، ځاى مي سنگر دئ، يوې خوا ته قلم، كتاب او كمپيوټر او بلي خوا ته ټوپك راته پروت وي، د نښي په ويشتو كي له رابرټ گيټز او پيټريوس سره چي تاسو ئې د عراق د ناكام او بدنام جنگ فاتح گڼئ، مقابلې ته چمتو يم، زموږ او د دوى تر منځ دا ده په افغانستان كي عملاً مقابله روانه ده، دى B- 52، د ابرام ټانكونه او ډرون جازونه په واك كي لري او موږ باروت هم له كورنيو توكو جوړوو، د نړۍ څلوېښت ملكونه له يولك پنځوس زره مجهز فوځ سره د ده تر قومندې لاندي جنگېږي او موږ له الله تعالى پرته هيڅ حامي نه لرو، حتى زموږ گاونډيان او د اسلامي ملكونو منافق چارواكي هم د ده مرسته كوي، خو گورئ چي موږ په هر ډگر كي بريالي او برلاسي يو او دوى له ماتې سره مخامخ دي.
ستا به په ياد وي چي د شوروي اتحاد د وتلو پر مهال؛ غربي رسنيو دا تبليغات كول چي شوروي اتحاد ته مجاهدينو نه بلكي د امريكا سټينگرو ماتې وركړه!! خو دا دئ نن مجاهدينو د امريكا يوازني زبرځواك ته په داسي بمونو ماتې وركړې چي په هر يوه ئې تر سل ډالره زيات لگښت نه راځي!! دا په داسي حال كي چي مسكو نه يوازي د اكمالاتو په ارتباط د متحده ايالاتو مرسته كوي بلكي روسي كوماندو هم د مجاهدينو په ضد په عملياتو كي برخه اخلي!! آيا واشنگټن ته دا د ننگ او پيغور خبره نه ده چي د تش لاسو مجاهدينو په ضد د مسكو او تهران په څېر هېوادو ته د احتياج لاس اوږدوي؟!