د ولسي جرګې غړو د ولسمشر د مېرمنې رولا غني پر وروستیو څرګندونو سخت غبرګون ښودلی

روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، د ولسي جرګې غړو د ولسمشر میرمنې رولا غني پر وروستیو څرګندونو سخت غبرګون او ښودلی په خبره یې رولا غني فکر کوي چې دا شاهي نظام دی او ټوله کورنۍ کولی شي پر افغانستان واک وچلوي.

د ولسي جرګې  د لومړی میرمنې د هغو څرګندونو وروسته چې پارلمان یې د پېر او پلور مرکز بللی او موخه یې پر وزیرانو د ولسي د غړو لخوا د رایو خرڅول و اوس د نوموړي دا څرګندونې ددې جرګې غړو له سخت غبرګون سره مخ شوي.

د ولسي جرګې غړي وايي، چې رولا غني فکر کوي چې دا شاهي نظام دی او ټوله کورنۍ کولی شي پر افغانستان واک وچلوي، د دوی په خبره رولا غني د ولسمشر مېرمن ده نو د ولسمشر له موقف په استفادې غیر قانوني او د ملي بنسټونو ضد څرګندونې کوي. 

د ولسي جرګې غړي له اړونده بنسټونو د رولا غني د وروستیو څرګندونو په اړه د څیړنو او په دې اړوند یې د مفسدینو د محکمې غوښتنه کړي.