زندان کې د علي وزير د وضعيت په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ ډاډ 

روهي (دوه نۍ/۱ د مرغومي)، له تېرې ورځې داسې راپورونه ورکول کېدل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير د کراچۍ په زندان کې ناروغه شوی دی او د زندان مسوولين یې روغتيايي وضعيت ته سمه پاملرنه نه کوي. 

سرچينو ويلي وو، چې د علي وزير د شکر ناروغي زياته شوې ده او نوموړي دغه خبره د ټيلفوني اړيکې له لارې له خپلې کورنۍ سره شريکه کړې ده. دا هم ويل شوي وو چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د غیر مستقيمې لارې علي وزير ووژني. 

د کراچۍ زندان کې د علي وزير د وضعيت په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د منظور پښتين وراره ادريس پښتين روهي ته ويلي، چې د علي وزير روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی. 

نوموړي زياته کړې، "له پرون راهيسې دا کيسه روانه وه چې د علي وزير ژوند ته خطر دی، بيا مونږ د سند له ايالتي حکومت سره اړيکه ونېوله او دوی راته وويل چې هېڅ ګواښ نشته او ډاډ یې راکړ."

ادريس پښتين روهي ته دا هم ويلي‌ دي  چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له علي وزير سره لېدلي دي او د نوموړي د شکر ناروغي چې په اړه یې اندېښنې وې، اوس مهال عادي وضعيت کې ده.