د ولسي جرګې غړي له حکومت د خپل امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي

روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، پرون په کابل کې د ولسي جرګې پر غړي خان محمد وردګ له مرګوني  برید وروسته او ددې جرګې غړي له حکومت د امنیت د ټینګښت په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتونکي دي.

د خان محمد وردګ پر موټریز کاروان له برید وروسته چې د ۱۰ کسانو د وژل کیدو ترڅنګ پکې ۵۰ نور ټپیان شول اوس د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني ویلي، چې د بې ګناه افغانانو وژل او دا ډول هدفي بریدونه ورته د منلو نه دي.

له دې وړاندې پرون د افغانستان د ملي شورا رئیس فضل هادي مسلمیار هم د جرګې په عمومي غونډه کې په حکومت غږ وکړ چې د ملي  شورا د غړو امنیت ته دې جدي پام وشي، نوموړی وايي دا څوم ځل دی چې د په وکیلانو بریدونه کیږي او ورسره هممهاله د جرګې  نورو غړو ته ګواښ پېښ دی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال او یو شمېر نور وکیلان هم له حکومت د دوی د امنیت په ټینګښت کې جدي توجو غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې دا په تېرو څو نږدې ورځو کې د ولسي جرګې پر وکیلانو دوهم برید دی چې په کابل کې ترسره کيږي، په خان محمد وردګ له پروني برید څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې پر بل غړي توفیق وحدت هم چادونه ترسره چې د نوموړي دوه ساتونکي پکې ووژل شول.