علي وزیر: د پاکستاني حکومت له لوري یې ژوند له خطر سره مخ دی

روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومي)، د پاکستان حکومت لخوا د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر د نیونې وروسته اوس د هغه مېرمن سایره وايي چې د نوموړي ژوند له خطر سره مخ دی.

د علي وزیر میرمنې سایرې رسنیو ته ویلي چې علي وزیر زنګ ورته وهلی او ورته ویلي یې دي چې ژوند یې په خطر کې دی.

ددې تر څنګ د علي وزیر وراره عالمګیر هم رسینو ته ویلي چې تره یې علي وزیر خپلې مېرمنې سره د تیلیفوني خبرو پر مهال هغې ته ویلي چې زندان کې نوموړي ته د شکر ناروغۍ اړین درمل نه ورکول کېږي او وېره لري چې د کومې ناروغۍ په پلمه به ووژل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د ژوند ژغورنې په ملاتړ پراخ کمپاین روان کړی او په ډې برخه کې د پاکستاني حکومت غواړي  ترڅو په پښتون میشتو سیمو کې د امنیت د ټینګښت او د پښتنو د بې درکۍ په اړه جدي  اقدامات ترسره کړي.

د یادونې وړ ده،  چې علي وزیر څو ورځې وړاندې په پيښور کې د ښوونځي له یوې غونډې ونیول شو چې په نوموړی  تور دی څو د پاکستان حکومت خلاف یې پارونکي ژبه کارولي ده.