بعداد کې د امریکا پر سفارت یو ځل بیا توغندیز بریدونه شوي

روهي ( دوه نۍ/ ۱ د مرغومې)، د راپورونو له مخې ویل کیږي چې یوې نامعلومې وسله والې ډلې د عراق پر پلازمینه بعداد ګڼ شمېر د توغندیو بریدونه کړي چې  دري یې د امریکا سفارت شاوخوا لیږیدلې  دي.

عراقي امنیتي چارواکي وايي، چې ددې تر څنګ ګڼ توغندي په هستوګنیزو سیمو، سړکونو او نورو ځایونو کې لګېدلي دي، او یو توغندی په بغداد کې د امریکا پر سفارت وربرابر شوی دی خو ددغه سفارت دفاعي سیستم خنثی کړی دی
 
دا لومړی ځل نه دی چې عراق کې د امریکا پر سفارت بریدونه کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو دغه سفارت تر توغندیزو بریدونو لاندې راغلی دی.
امریکا له دې وړاندې په عراق کې د امنیتي تهدیدونو له امله د خپل سفارت د بندولو خبر هم ورکړی و.