ولسمشر غني: د هېواد کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره دې د هېواد په څلورو زونونو کې کرنیز کمپلکسونه جوړ شي

روهي (دوه نۍ/ ۱ د مرغومې)، پرون په ارګ کې د کرنیزو چارو له مسؤلینو سره په غونډه کې ولسمشر غني سپارښتنه کړي چې  د هېواد کرنیزو محصولاتو ته دې په سیمه ییزه او نړیواله کچه بازار موندنه وشي.

په دغه غونډه کې چې د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو او یو شمېر نورو اړوندو ارګانونو مسوولینو حضور درلود، د وچې او تازه مېوې د پروسس او صادراتو لپاره د هیواد په څلورو زونونو کې د کرنیز کمپلکس د ایجاد په اړه بحث او خبرې وشوې، ولسمشر غني وویل، چې د کرنیز کمپلکس ایجاد دې له کندهاره پیل او وروسته دې د هیواد په نورو زونونو کې تطبیق شي.

ولسمشر غني په دې لینده کې سپارښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور سره دې کار وشي، ترڅو وتوانېږو د صادراتو په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو سطحه لوړه کړو، نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې د خصوصي سکتور له ظرفیت څخه باید غوره استفاده وشي.

ولسمشر همدا راز زیاته کړه، چې اوبو مدیریت چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لامل ګرځي او همداراز د هغو د صادراتو معیارونه مهم وبلل وې ویل، حکومت دې له خصوصي سکتور سره یو ځای په دې برخه کې کار وکړي.