د نړۍ له هېوادنو سره بلد شئ؛ د سېنګاپور هېواد 

د سېنګاپور کلمه له سنسګرېټ ژبې اخېستل شوې ده. سنسکرېټ ژبه کې اوسني سېنګاپور ته دې  Siṃhapura کلمه کارول شوې چې د زمري د ښار يا Loin City مانا ورکوي. له نن اووه سوه کاله وړاندې سېنګاپور کې شاهي حکومت جوړ شو. شااوخوا پنځه پېړۍ وروسته انګريزان سېنګاپور ته ورسېدل او دغه هېواد یې استعمار کړل. له انګلستان وروسته، جاپان سېنګاپور لاندې کړ. 

وګړي او پراخولی یې: 
سېنګاپور د نړۍ کوچنی هېواد دی، يوازې ۷۲۸ کيلو متره پراخوالی لري او د نړۍ هېوادونو کې ۱۷۶ هېواد دی. سېنګاپور غوندې هېوادونو  ته په انګلېسي کې city-state  يا ښاري دولت وايي او لامل یې دا ده چې دغه دولتونه کوچني او يوازې په يو ښار کې جوړ شوي وي د سېنګاپور په شمول نړۍ کې يوازې ۳ ښاري دولتونه دي. سېنګاپور نېږدې شپږ مېلېونه وګړي لري. سېنګاپور د نړۍ دويم هغه هېواد دی چې خاوره یې کمه او وګړي یې د خاورې په نسبت زيات دي. د سېنګاپور ۳۳ سلنه وګړي بوديان او ۱۸ سلنه یې عيسويان دي. ياد هېواد کې تر ۱۴ سلنه مسلمانان هم ژوند کوي. 

سياست او حکومت یې: 
دغه هېواد کې په ۱۹۶۵ز کال کې جمهوري نظام رامنځ ته شو. ولسمشر او لومړی وزير لري چې اوسنۍ ولسمشره یې ښځه ده. د سېنګاپور هېواد پارلمان يوه جرګه لري. سېنګاپور د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی. په بهرنيو اړيکو کې سېنګاپور د سيمې او د نړۍ له صنعتي هېوادونو سره اړيکې لري، ښايي سېنګاپور د نړۍ لومړی هېواد وسي چې له شمالي کوريا او امريکا متحدو ايالتو سره ښې اړيکې پالي. سېنګاپور او افغانستان سره اړيکې نه ساتي. دغه هېواد یوازې د نړۍ ۳۱ هېوادونو کې سفارت خونې لري. 

پوځي او اقتصادي وړتياوې: 
د سېنګاپور هوايي، ځمکنی او بحري ځواکونه د نړۍ له هغه ځواکونو دي، چې پر مختللو وسايلو او ټېکنلوژۍ سمبال دي. سېنګاپور ۷۲زره فعال او درې سوه زره تيارسی ځواک لري. د سېنګاپور پوځ د نړۍ ۶۴ تر ټولو غښتلی پوځ حساب شوی دی. سېنګاپور د نړۍ صنعتي هېواد دی او ويل کيږي چې ياد هېواد کې هېڅ کس غريب نه دی. دغه هېواد له چين، سويلي کوريا، اندونېزيا، مالېزيا، امريکا متحدو ايالتو او اروپايي ټولنې سره راکړه - ورکړه لري. 

د سېنګاپور په اړه پنځه په زړه پوري حقيقتونه: 
۱- هلته د ژاولو ژولو منع دي، يوازې هغه کسان چې ډاکټر ورته د ژاولو ژولو ويلي وي، کولی شي، چې ژوالې وژويي. د ژوالو نه ژول سېنګاپور کې قانون دی او د درملو په څېر د ډاکټر په نسخه ژاولې اخېستل کيږي. دا چې ولې حکومت ژاولې بند کړي دي يو لامل یې د سېنګاپور پاک ساتل دي. 
۲- د ښوونځي زده کړو وروسته دوه کاله پوځي چوپړ سېنګاپور کې اجباري دی. 
۳- په هرو شپږو کسانو کې د سېنګاپور يو وګړی تر يو مېلېون امريکايي ډالر پانګه لري. 
۴- د شمېرنو پر بنسټ هره ورځ سېنګاپور کې دوه نوي رسټورانټونه پرانېستل کيږي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله دا لوړه شمېره ده. 
۵- د سېنګاپور ملي پيسې سېنګاپوری ډالر نوميږي چې يو سېنګاپوری ډالر ۵۷ افغانۍ کيږي.