ننګرهار کې لسګونه کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د نیول کېدو په غبرګون اعتراضیه ناسته ترسره کړه

روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونه کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر په ملاتړ اعتراضیه ناسته ترسره کړه.
 
عتراض کوونکو  دپاکستان د حکومت ضد شعارونه ورکول او د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله؛ د دې اعتراض مشر شریف الله ناصري وایي، پاکستان تل هڅه کړې پښتانه تر فشار لاندې راولې خو نه دی بریالی شوی.
نوموړي له پاکستاني حکومت د علي وزیر د خوشې کیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې که نوموړی له بنده ازاد نشي خپلو لارینونو ته به دوام ورکړي.
"مونږ د علي وزیر د خوشې کیدو غوښتنه کوو او که چیرې هغه له بنده خلاص نشي مونږ به په لر او بر کې خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړو."

اعتراض کوونکي وايي، دوی د منظور پښتین په لارښوونه د ویښ احساس له مخې راوتلي او د علي وزیر د خوشې کېدو غږ پورته کوي.
دوی پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې، د پاکستان له لوري دې د پښتنو پر وړاندې د هر ډول وحشت او ظلم مخنیوی وکړي.
"مونږ له نړیوالې ټولنې هم غوښټنه کوو، چې پر پاکستاني حکومت فشار راوړي تر څو علي وزیر خوشې کړي او هم په پاکستان پر پښتون قوم خپل ظلمونو ته د پآی تکی کیږي."

د علي وزیر په ملاتړ له تېرو څو ورځو راهیسې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې لاریونونه دوام لري.
دا اعتراضونه وروسته له هغه ترسره کېږي، کله چې پاکستاني پولیسو په پېښور کې علي وزیر ونیوه او وروسته بیا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان حکومت پر ضد د پراخو لاریونونو خبرداری ورکړ.

له دې سره سم تېره روځ د پښتونخوا او ځیني نورو ښارونو په ګډون د افغانستان لویو ښارونو کابل، خوست، پکتیا، پکتیکا او کندهار کې هم د پي ټي ایم  په ملاتړ خلکو لاریونونو ترسره کړل.