زلمي خلیلزاد یو ځل بیا په دواړو غاړو د ژر تر ژره اوربند ټينګیدو غږ کړی

روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو خواو د جګړې  د دریدو غږ کړی او په وروستۍ مرګ ژوبله یې اندېښنه څرګنده کړي.

زلمي خلیلزاد تازه په خپل ټويټ پیغام کې لیکلي"موږ د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه او هغوی ټول غندو چې په افغانستان کې دغه راز بریدونو ته، چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، او یا هم اجازه ورکوي"

نوموړي زیاتوي" مونږ پر ټولو خواو غږ کوو چې اورک وکړي  او ورسره ژر یو ټول شموله اوربند ته لاره هواره کړي، ترڅو د نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو سره په هېواد کې ناچادویدلو توکو او ماینونو سره مبارزه وشي چې په هېواد کې د ماشومانو او لویانو ژوند وژغول شي".

دا په داسې حال کې ده، چې یو ځل بیا په هېواد کې تاوتریخوالي زور اخیستی او زلمی خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تېره جمعه په غزني کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړو.