په متحده عربي اماراتو کې د ۹ ورځني کیمپ لپاره د افغانستان فوټبال فدراسیون ۲۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه

روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، د افغانستان فوټبال فدراسیون په متحده عربي اماراتو کې د نهه ورځني کیمپ لپاره خپله ۲۴ کسیزه لوبډله د مشر روزنکي  انوش دستګیر په مشرۍ اعلان کړه.

یاد کیمپ چې سبا د ډیسمبر په ۲۱ به پېل او د ډیسمبر تر ۳۰ به دوام وکړي، په لومړي ځل به پکې د روسیې د دوهم لیګ څخه راخیستل شوی افغان لوبغاړی امیر محمد هم ګډون وکړي.

یاد نهه ورځني کیمپ ته چې د افغان فوټبال غوره لیګ ځیني ځلیدلې لوبغاړي هم دعوت شوي خو په بهر کې ځيني افغان ملي لوبغاړي به پکې برخه ونه لري چې له ډلې یې مصطفی ازادزوی او ذولفقار نظري د ټایلنډ او اسټرالیا د قرنطین د قوانینو، عمران حیدري د پولنډ په لیګ کې د خپل کلب د لوبو، اسلام امیري او شریف محمد د هند د لیګ د لوبو د پیلیدو له امله په دې کیمپ کې ګډون نه لري.

د یادونې وړ ده، چې افغان فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۱ په مارچ کې د نړۍ وال جام او اسیا جام د غوراوي پړاو لوبو کې د بنګلدېش او عمان پر وړاندې ولوبيږي.