جوزجان کې روان کال د سویابینو حاصلات ۲۰۰ ټنو ته رسیدلي

روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، سږکال ددې ولایت په سل هکټاره ځمکه کې سویابین کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه ۲۰۰ ټنه سویابین راټول شوي دي.

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس محمدعالم عالمي وایې، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان په ګډون ددې ولایت د اقچې، خانقا، قرقین او خماب ولسوالۍ د سویابینو تولیدوونکي سیمې دي.

عالمي وايي، چې په دې ولایت کې د سویابینو کرکېلي دودولو او د تولید زیاتوالي په پار ددې ولایت پر ۲۵۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو وېشلو ترڅنګ د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د سویابینو ۱۵ ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي.