انقلاب

څه د واورې غوندې ژوند دی
څه خاموشه انقلاب
يتيم شوي مې لفظونه
وژل شوی مې کتاب
نه اوس شور مې شته غزل کې
نه هم دومره يم په تاب
ما ليدلي په دې ښار کې
انساني غوښې کباب
يو سوال چا را نه وپوښت
موږ په چا کوو حساب؟
دا انځور به د کوم پير وي
چې اغوستی يې نقاب؟
ما وې دوی راته معلوم دي
ژوند همدوی کړلو خراب
ما وې راشئ چې را ټول شو
چېغه وکړو په دې باب
رابيدار شئ که ژوندي يئ
موږه غواړو انقلاب
چې بيا دا خاوره جنت شي
نغمه زار شي د رباب
بيا به هله په موږ اوري
د باران غوندي شراب
هله مست شئ په ګډا شئ
مونږه غواړو انقلاب
مونږه غواړو انقلاب
مونږه غواړو انقلاب