خليلزاد: مونږ د افغانستان د خلکو تر څنګ يو؛ حکومت او طالبان دې ژر سياسي حل سره پيډا کړي

روهي (يوه نۍ/۳۰ د لېندۍ)، د افغان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خليلزاد له افغان حکومت او طالبالنو غوښتي دي چې تاوتريخوالی راکم او ژر دې سره سياسی هوکړه وکړي. 

نوموړي ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او روان تاوتريخوالی ورته د منلو نه دی. زلمي خليلزاد ويلي دي چې اوس مهال افغانستان کې جګړه مشروعيت نه لري. 

نوموړي د افغان جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي دي چې پر اوربند دې هوکړه وکړي او شته تاوتريخوالی دې له منځه يوسي. نوموړي د غزني ولايت د وروستۍ پېښې په شمول، افغانستان کې خونړي بريدونه غندلي دي.