
روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، د امریکا متحده ایالاتو او روسيې ترمنځ د اړیکو د خرابیدو وروسته اوس په دې هېواد کې خپلې وروستۍ دوه پاتې قونسلګرۍ بندي کړي او یوازې به په مسکو کې خپل سفارت پریږدي.
د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر پرون شنبه ویلې، چې د روسیې سره د اړیکو د خرابیدو وروسته یې دا اقدام کړی، چې له امله یې د روسیې ویلادي واستوک او ستر ښار یکاتیرین بورګ کې د خپلو قونسلګریو فعالیت دروي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په همدې موخه یو بیان کې ویلې، چې یاده پریکړ یې په مسکو کې د امریکا له سفیر جان سلیفان سره له مشورې وروسته کړي ده.