ملګري ملتونه نږدې نیمايي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، ملګري ملتونه وايي، چې  د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانانو له ډلې بې نږدې نیمايي بشري مرستو ته اړتیا لري، ددې سازمان په وینا، چې راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې به د هغو افغانانو شمېر  نور هم زیات شي چې خوراکي توکو او نورو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره اوچا وايي چې افغانستان دا مهال د نړۍ په کچه دوهم تر ټولو ډېر د خوړو د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخ هېواد دی، ددې ادارې د مالوماتو پ بنسټ اوس مهال څه باندې ۱۶ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې پنځه میلیونه یې د خوړو د نه خوندیتوب له بیړني حالت سره مخ دي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې  که حالت همداسې دوام وکړي نو دا شمېر به راتلونکي کال ۱۸ میلیونو ته ورسیږي.