فاریاب کې د ورځې درې تر څلور ټنه تېل تولیدیږي

روهي (یوه نۍ/ ۳۰ د لیندۍ)، د فاریاب ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د زغرو او کونځلو د حاصلاتو په زیاتېدو سره، د حاصلاتو په موسم کې د بازار اړتیا ته په کتو د فاریاب ولایت د زغرو او کونځلو له تېلي نباتاتو څخه د ورځې درې تر څلور ټنه غوړي تولید او بازار ته وړاندې کیږي. 

یاد چارواکي وایي، چې د زغرو او کونځلو د پروسس د ماشینونو د تولید وړتیا د ورځې لس ټنه ده، خو یاد ماشینونه د بازار اړتیا ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه د زغرو او کونځلو غوړي تولیدوي.

په داسې حال کې، چې دکرنې وزارت د احصایې شمېرې ښیي، چې تېرکال د فاریاب ولایت په یوزر او ۶۴۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې او په دوه زره او ۴۷۰ هکټاره ځمکه کې زغر کرل شوې وه او په ترتیب سره د فاریاب له کروندو څخه تېرکال یوزر او ۹۶۸ ټنه کونځلې او یوزر او ۹۱۵ ټنه زغر تر لاسه شوې وه، خو د فاریاب دکرنې ریاست چارواکي په خپل ولایت کې د یادو محصولاتو د حاصلاتو د زیاتوالي خبره کوي.
 
د فاریاب د کرنیزو چارو آمر نوراحمد نور وایي: «د اټکل له مخې سږکال څه باندې پنځه زره ټنه زغر او کونځلې راټول شوي دي، چې په کې څه باندې دوه زره او ۷۰۰ ټنه کونځلې او نږدې دوه زره او ۶۰۰ ټنه زغر شامل دي، چې د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.»

د فاریاب ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره، سږکال ددې ولایت په شاوخوا دوه زره او ۷۴۰ هکټاره ځمکه کې زغر او په نږدې دوه زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې وې.  دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت د احصایي د شمېرو له مخې تېرکال د فاریاب ولایت په دوه زره او ۷۳۵ هکټاره ځمکه زغر کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه یوزر او ۹۱۵ مټریک ټنه زغر ترلاسه شوې وه.