د افغان دولت مرکچي پلاوي له ولسمشر سره په کتنه کې ددې پروسې په اړه مالومات وړاندې کړل

روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، نن له غرمې مخکې په ارګ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي رئیس او غړو له ولسمشر غني سره کتلي او ددې پروسې په اړه مالومات ورسره شریک کړي.

ددې لیدنې پرمهال چې د ولسمشر د مرستیالانو په ګډون لومړۍ میرمنې او افغان چارواکو په پکې ؛ډون درلود، ولسمشر غني  د افغان مرکچي پلاوي له غړو د خبرو په لومړي  پړاو کې په موثر ډول د دولت له استازیتوب مننه وکړه او له خلکو سره یې ددې پروسې په اړه د مالوماتو شریکول وستایل.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې د سولې پروسه کې د خلکو د ټولو اقشارو د نظریاتو شاملولو ته په اشارې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د دویم پړاوو خبرو له پیلېدو وړاندې دې د افغانستان د خلکو له مختلفو اقشارو سره سلا مشورې وکړي، ترڅو په خبرو کې په سمه توګه د هغوی استازیتوب وشي.

د یادونې وړ ده، چې په قطر کې د خبرو له لومړي پړاو وروسته د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاویو شل ورځنی دمه اخیستې چې په ترڅ کې د افغان دولت پلاوی کابل ته د سلا مشورو په موخه راستون شوی او د طالب مرکچي پلاوي ځینو غړو بیا د پاکستان د لومړي وزیر عمران په بلنه یاد هېواد ته په دري ورځني سفر تللی،