د آقینې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ جوړولو چارې څه باندې ۸۵ سلنه بشپړې شوي

روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړولو رغنیزې چارې څه باندې ۸۵ سلنه بشپړې شوي. 

د آقینې – اندخوی پروژه ۳۱ کیلومتره اوږدوالۍ لري او ټاکل شوي، تر راتلونکو څو میاشتو پورې یې پاتې برخې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې ددې پروژې د جوړولو تړون د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادار او د ترکمنستان د صنایعو او اړیکو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی، او د دې اداري له پراختیایې بودیجې څخه تمویلیږي.

د اوسپني پټلۍ اداره زیاتوي، چې د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ جوړول د هېواد د داخلي اوسپنې پټلۍ شبکې د رامنځته کولو په موخه یو مهم ګام دی او همداراز د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې چې له ترکمنستان سره او بیا سیمه ییزو اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلي، د انتقالاتو د دېړوالۍ سبب ګرځي.

دا اداره زیاتوي، چې د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای په اساسې ډول بیارغول شوی او دا مهال هره ورځ سلګونو ټنه سوداګریز توکې تخلیه او باریږي.
د یادونې وړ ده چې د آقینې اوسپنې پټلۍ په تمځای کې ۱۰ کیلومتره پراختیایي اوسپنې پټلۍ هم احداث او اوس ګتې اخیستنې ته سپارل شوي.