په تیره یوه اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۳ زره او ۵ سوه ټنه ډیر کرنیز توکې له هېواده بهر صادر شوي

روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د حیرتان- مزارشریف، خواف – هرات او تورغندۍ اوسپنې پټلۍ له لارې په تیر اوو ورځو کې ۳ زره او ۵۰۰ ټنه ډېر کرنیز او سوداګریز توکې له هیواد بهر ته صادر شوي.

ددې ادارې د مالوماتو له مخې، چې دا توکې چې د روزنک، مزارشریف، حیرتان او تورغندی اوسپنې پټلۍ له تمځایونو څخه بار شوی وو ترکیه، ایران، اوزبیکستان او قزاقستان هېوادنو ته استول شوي، چې په صادر شویو توکو کې کرنیز محصولات لکه حبوبات، وچې میوې او تازه میوې شاملې دي.

دا په داسې مهال کې ده چې څو ورځې مخکې ده لومړی ځل لپاره د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد پیل شو او د افغانستان د کورنیو تولیداتو یوه محموله ایران او بیا ترکیې ته واستول شوه.