روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د بریتانیا له سفیري الیس بلیک سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د بهرنیو چارو وزیر ددې ویډيويي کنفرانس له لارې په تېرو ۱۹ کالونو کې په افغانستان کې د بریتانا د حکومت له مرسته مننه وکړه او د افغان سولې پروسې د افغانان د مرستې په برخه کې یې د بریتانیا هڅې وستایلې.
خبر پاڼه کاږي چې په کابل کې د بریتانا سفیري الیس بلیک په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په اړه اندېښنه او د افغان سولې په برخه کې د نړیوال او سیمه ییز ملاتړ په خپلو ټينګار وکړ .
بلیک د بهرنیو چارو وزیر سره یو ځل بیا د افغان سولې پروسې او دې برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې د بریتانا حکومت د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ
وروستي