راس ویلسن: امریکا هیله لري چې ژر به افغانستان د سولې په راتګ پراخ اقتصادي فرصتونه ترلاسه کړي

روهي (نۍ/  ۲۹ د لیندۍ)، په کابل کې  د امریکا شارزدافیر راس ویلسن وايي، چې په افغانستان کې  د سولې له راتګ سره به دا هېواد ګڼ اقتصادي فرصتونه ترلاسه کړي.

نوموړي تازه په خپلو څرګندونو کې ډاډ څرګند کړی چې امریکا به په ټول توان هڅه وکړی ترڅو په افغانستان کې د دایمي اوربند لپاره هڅې بریالی کړی.

ویلسن په هېواد کې د جګړو له امله د بېځایه شوو شمېر هم د اندېښنې وړ بللی دی او په خبره یې همدا چې سوله راشي نو افغانستان کې به پراخ اقتصادي فرصتونه رامنځ ته شي چې ورسره جوخت به د بېځایه شوو شمېر او کډوالي هم کمه شي. 

هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره ښکېلې لورې دایمی اوربند ته سره ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه کړي.
دا په داسې حال کې  ده چې  تازه په قطر کې د مرکچي پلاویو ترمنځ شل ورځنی دمه پېل شوي او د سولې خبرو د پرمختګ په موخه د طالب مرکچي پلاوي پاکستان او د افغان حکومت مرکچي پلاوي  کابل ته سفرونه کړي.