ننګرهار کې ملي امنیت د داعش ډلې د موټر بم بریدونو د زمینه ساز د نیول کیدو خبر ورکوي

روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وایي، چې تیره شپه د ملي امنیت ځانګړي ځواک (۰۲ قطعې) د خوګیاڼو ولسوالۍ، کمبو سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د موټر بم حملو زمنیه ساز ژوندی نیولی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو عملیاتو پر مهال افغان ځواکونو یو میل کلاشنکوف د پنځه شاجورونو سره، یوه پرتله او یو د تفنګچی شاجور هم ترلاسه کړي دي.

خوږیانی زیاتوي:«ملي امنیت تیره شپه د عملیاتو پر مهال دداعش ډلې د موټر بم بریدونو زمینه ساز د عملیاتو پر مهال خوږیاڼو ولسوالۍ کې ژوندی نیولی.
 تراوسه داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.