د پاکستان د بهرنیو چار وزیر محمود قریشي وايي هند پر پاکستا ن د برید په فکر دی خو دا به افغانستان زیانمن کړي

روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې په دوه ورځني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی یوې غونډې د خپلو خبرو پرمهال په پاکستان د هند د برید خبرداری ورکړی.

قریشي وايي، په دې په خپلو خبرو کې ویلې، چې اسلام اباد د هند د بریدونه په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي او له نړیوالو سره یې دغه موضوع شریکه کړې ده چې هند د پاکستان پر ضد د برید په فکر کې دی او که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ جنګ کیږي نو د افغانستان د سولې پر بهیر به منفي اغېز وکړي. 

نوموړي له دې امله هند په سیمه کې د بې ثباتۍ په  رامنځته کولو تورن کړی او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې ددې هر څه مخه دې ونیسي.