ولسي جرګه: د خبرو لپاره د ځای ټاکلو راپورته شوي بحثونه به د مرکچي ډلو دمه لا وغځوي

روهي (نۍ/ ۲۹ د لیندۍ)، د ولسي جرګې غړي  اندېښمن دي او وايي، چې  د افغان حکومت او طالب پلاويو ترمنځ د خبرو د ځای پر سر راپورته شوي بحثونه به د دواړو ډلو ترمنځ وروستۍ دمه لا وغځوي.

د ولسي جرګې غړي  وايي، چې خبرې لا هم د افغان ولس په خوښه نه دي روانې او ژر دې  د دوهم پړاو له پېل سره تر هر څه وړاندې په ټول شموله اوربند باندې  هوکړه وشي، دوی زیاتوي د خبرو روان ترلاسه شوی فرصت دې  د ځای او وخت په بهانو له لاسه نه ورکول کیږي او په افغانستان کې د روان جنګ د پای ته رسیدو لپاره دې له چانس ګټه واخیستل شي.

په افغانستان کې سیاسي احزاب او د ولسي جرګې  غړي نیوکه کوي چې  د خبرو لومړی پړاو بریالی نه و او په تېرو دریو میاشتو کې  ګڼ افغانان ووژل شول چې حکومت ته پکار ده ترڅو د خبرو دوهم پړاو په بریا سره پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خبرو په دوهم پړاو کې  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د نرمۍ وړاندیز کړی، د نوموړی په خبره دا پړاو دې په نورمال ډول مخکې یوړل شي تر څو د لومړي پړاو په څېر بې ګټې پای ته ونه رسیږي. 

د خبرو د دوهم پړاو د پېل په وړاندې داسې مهال اندېښنې راپورته کیږي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوي او ملي روغې جوړې شورا ډاډ ورکړی چې  د دوهم پړاو خبرو لپاره د سلا مشورو وروسته به په ټاکلي نيټه دواړه ډلې بېرته خبرو ته سره کیني.