د خوست ۱۵ کلنو منتخبې لوبډلې د جنوب ختیځ زون د فوټبال سیالیو اتلولي وګټله

روهي (جمعه / ۲۸ د لیندۍ)، دا سیالۍ چې د یوې اوونۍ راهیسې د خوست، پکتیا، میدان وردګ، لغمان او نورستان ولایتونو ترمنځ د خوست پۀ ملي لوبغالي کې پیل شوې وې، نن د خوست ۱۵ کلنو پۀ بریا پای ته ورسیدې.

پۀ یادو سیالیو کې خوست د ۹ امتیازونو پۀ لرلو سره لومړی او پکتیا بیا پۀ ۷ امتیازونو سره دوهم مقام ترسره کړو.

د یادو سیالیو غوره ګول وهونکي جایزه د خوست منتخبې لوبډلې لوبغاړی عیدولي اشنا او د غوره ګول ساتوونکي جایزه بیا د میدان وردګو ولایت لوبغاړي عباد ته ورکړل شوه؛ خو د ټول لیګ غوره لوبغاړي جایزه د پکتیا منتخبې لوبډلې لوبغاړي میرآغا نوري تۀ ورکړل شوه.

په دې ترتیب د هېواد له سویل ختیځ زون څخه خوست او پکتیا لوبډلې د افغانستان د ځوانانو لیګ سیالیو ته لاره وموندله.