عمران خان: افغانستان کې روان تاوتريخوالي ته اندېښمن يم؛ ښکېلې غاړې دي اورکم او اوربند وکړي 

روهي (جمعه/۲۸ د لېندۍ)، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي کمېسیون پلاوي نن ورځ د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره په اسلام اباد کې کتلي دي. د پاکستاني رسنيو د مالوماتو اړوند دغه لېدنه کې د افغانستان پر ورانې جګړې او د سولې پر بهير خبرې شوې دي. 

عمران خان له طالب استازو سره په لېدنه کې ټېنګار کړی دی چې د افغانستان روانه شخړه پوځي حل  نه لري او د ستونزو د پای يوازېنۍ لار سوله او خبرې دي. 

د پاکستان لومړي وزير دغه لېدنه کې له طالبانو او افغان حکومت غوښتي دي چې دواړه خواوې دې لومړی پر اورکم او بيا پر اوربند هوکړه سره وکړي. 

اسلام اباد ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي کمېسیون پلاوي تېره ورځ د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره شاه محمود قريشي سره هم کتلي وو؛ قريشي ويلي وو چې د افغانستان د روان تاوتريخوالي مسووليت يوازې بايد د طالبانو په غاړه وانه چول شي او ټولې ښکېلې غاړې بايد د تاوتریخوالی کمولو کې برخه لري.