صالح: هر ځل چې د پاکستان په غوښتنه د کندهار وجود ټپي کيږي؛ احمد شاه بابا ګور کې درديږي

روهي (جمعه/۲۸ د لېندۍ)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح کندهار ولايت ته د خپل وروستي سفر په اړه لېکلي دي، چې کندهار د افغانستان د ځوانانو په وينه ساتل شوی او ساتل کيږي. 

نوموړي د کندهار د نوم په اړه لېکلي دي چې دغه نوم (قندهار) دی نه (کندهار) خو دا چې انګلېسي کې د (ق) تور نه وو د (قندهار) پر ځای (کندهار) ولېکل شو. صالح لېکلي دي چې کندهاريان بايد قندهار وپېژني. 

د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې کندهاريانو ته په کار ده چې کندهار او د کندهار تاريخ وپېژني. د نوموړي په وينا چې که چېرې د کندهار خلک د کندهار تاريخ ولولي نو طالب له منځه ځي، ځکه چې د طالب جګړه د لوی کندهار د تاريخ پر وړاندې جګړه ده. 

نوموړي د خپلې فېسبوکي لېکنې په اخېر کې لېکلي دي، چې هر کله د راولپندۍ (پاکستان) په فرمايش د کندهار وجود ټپي کيږي،  احمد شاه بابا په ګور کې ناراحته او درديږي.