قريشي: د حکومت استخباراتو راته ويلي چې هندوستان پر پاکستان د بريد پلان درلود 

روهي (جمعه/۲۸ د لېندۍ)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن جمعه دُبۍ کې په يو خبري کنفرانس کې ويلي دي چې هندوستان پاکستان کې د يو بريد پلان درلود. 

نوموړي د د دغه بريد ‌په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي، خو ويلي دي چې د حکومت استخباراتي سرچينو ورته ويلي دي چې هندوستان پاکستان کې د يو ترهګريز خونړي بريد پر پلان کار کولو. 

قريشي ويلي دي چې پاکستان له وړاندې د هندوستان د دغه دسيسې پر وړاندې خبر شوی او که چېرې دا ډول بريد تر سره شوی وای نو اسلام اباد به یې سخت ځواب ورکړی وای. 

شاه محمود قريشي دا مالومات نه دي ورکړي چې هندوستان کله او د پاکستان په کومه برخه کې د دغه ډول بريد د تر سره کولو پلان درلود.