هېواد کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۵۰۴۵۶ ته ورسید

روهي (جمعه/ ۲۸ د لیندۍ)، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې  د کرونا وېروس تازه ۲۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په همدې موده کې ۵ کسان له یاد وېروس  مړه شوي دي.

عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۱۴۷۳ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢۵۴ يې مثبت و چې په دې سره په هېواد کې په کرونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۵۰۴۵۶ ته ورسید. 

د عامې روغتيا وزارت په وینا، چې د کرونا وبا د وروستیو مړینو سره له دې ناروغۍ په هېواد کې د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٠٣۷ ته ورسېد.