د المپيکي لوبو پرمهال د روسیې پر نوم، بیرغ او ملي سرود بندیز ولیږد


روهي (جمعه/ ۲۹ د لیندۍ)، د سپورټ نړیوالې کميټې د روسي لوبغاړو لخوا د ناقونونه درملو د استعمال په غبرګون کې دوه کاله د المپيکي لوبو پرمهال ددې هېواد پر بیرغ، ملي سرود او نوم اخیستو بندیز ولګاوه.

د سپورټ نړیوالې محکمې ددې ترڅنګ چې راتلونکي دوه کاله به د روسي لوبغاړي پهالمپيکي لوبو کې  د ګډون اجازه ولري خو روسیه کې یې د هر ډول المپیکي سیالیو  کوربتوب منع کړي.

دا په داسې حال کې ده چې  د ناقونونه درملو ضد نړیوالې ادارې په روسیې د څلور کالو لپار د بندیز غوښتنه کړې وه، خو محکمې یاد بندیز دوه کلن کړ.