یوناما په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او له ښکېلو خواو یې د اوربند غوښتنه کړې

روهي (جمعه/ ۲۹ د لیندۍ)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دیبرا لاینز چې د ملګرو ملتونو انلاین غونډې ته یې خبرې کولې په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې.

لاینز په دواړو غږ کړی  چې خبرې دې بېرته په ټاکلی وخت پېل کړي او نوموړي اندېښنه څرګنده کړې د تاوتریخوالي دوام به دسولې پر روانو خبرو بده اغېز  وکړي او دا به د سیمې پر وضعیت ناوړه تاثیرات ولري.

نوموړي د سیمې له هېوادونو غوښتې چې د جګړې پر ښکېلو خواوو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي، څو تاوتریخوالی راکم کړي او دا یې  د سولې خبرو له بیا پېا سره هم لومړیتوب بللی.

لاینز همدا په افغانستان کې  د تاوتریخوالي په دوام داسې مهال خپله اندېښنه شریکوي چې په خبره یې په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې  د مرګ ژوبلې په پېښو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی.