
روهي (جمعه / ۲۹ د لیندۍ) د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې تېره شپه (۰۲ قطعې) د چپرهار ولسوالۍ په ډاګو سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې د داعش ډلې د استخباراتو غړی وژل شوی او یو بل تن د یادې ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.
خوږیاڼی همداراز وایي، چې د یو لړ نورو عملیاتو پرمهال چې د جلال اباد ښآر، د اوومې ناحیې اړند په بختان کلي کې ترسره شوي، پر مهال یې د داعش ډلې د ښاري ټیم د هدفي وژنو غړی وژل شوی دی.
خوږیاڼی زیاتوي:« تیره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې د داعش ډلې د استخباراتو غړی او همدارنګه د نورو عملیاتو په ترڅ کې د ښاري ټیم غړی وژل شوی.»
تر اوسه داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.