مريم نواز: د علي وزير نېونه به پاکستان سره ووېشي 

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز د پاکستاني پوليسو له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزير نېونه غندلې ده. 

مريم نواز ويلي دي چې د قانون جوړونکي نېونه له قانون وړاندې او غېر قانوني چاره ده. نوموړې خبرداری ورکړی دی چې دا ډول کړنې به د پاکستان يووالی سره وپاشي. 

مريم نواز ويلي دي چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت يو کېنول شوی حکومت دی  او د ولس پر وړاندې توپيري چلند کوي. مريم نواز د علي وزير نېونه د پاکستان د يووالي پر وړاندې عمل بللی دی. 

ورته مهال د پاکستان د خلکو ګوند يا PPP مشر  بلاوال بوټو  هم د علي وزير نېونه غندلې او يو غېر قانوني عمل یې بللی دی.