
روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ تائيدوي چې د دغه هېواد ولسمشر مانویل مکرون په کرونا ويروس ککړ شوی دی. ولسمشرۍ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د مانویل مکرون معاينه شوې او پايله یې مثبت شوې ده.
د فرانسې حکومت ويلي دي چې ولسمشر مانویل مکرون به د یوې اوونۍ لپاره قرنطين وي او چارې به یې مرستيالان وړاندې وړي. د ولسمشر مکرون روغتيايي وضعيت ډاډمن ښوودل شوی دی.
د فرانسې ولسمشر په داسې وخت کې په کرونا ويروس ککړيږي، چې ياد هېواد د کرونا ويروس د دويمې څپې په خپريدو سره د تګ - راتګ بنديزونه سست کړي دي.