ولسمشر پوتين: دوی (امريکا) به لاس وهنې کوي خو زه ورته خنډ او اجازه یې نه ورکوم 

روهي (پنځه/۲۷ د لېندۍ)، د روسیې ولسمشر ولادميير پوتين ويلي دي چې راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې د روسیې پارلماني ټاکنې کې د لاس وهنې په پار به بهرني او په ځانګړي ډول لوېدېځ هېوادونه هڅې وکړي خو مسکو ورته تياری لري چې مخه یې ونېسي. 

د روسیې ولسمشر نن مسکو کې په یوې خبري ناستې کې ويلي دي چې د امريکا په شمول يو شمېر لوېدېځ هېوادونه د روسیې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د لاس وهنو هڅې کوي خو دی یې پر وړاندې ولاړ او خبر دی؛ دوی به بريالي به نشي. 

ولسمشر پوتين ويلي دي چې د بهرنيو د لاس وهنو انکار نه شي کېدلی خو مسکو ته دا مهمه ده چې روسی ولس بايد خپل برخليک په خپله وټاکي او د لاس وهنو مخه به ونېسیو. 

د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په سپتمبر مياشت کې د روسیې پارلماني ټاکنې کيږي چې نېږدې ۱۶ سياسی ګوندونه به په کې برخه واخلي.