په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ ميلر نن تر غرمې وروسته هلمند ته سفر کړی

روهي (پنځه نۍ/ ۲۷ د لیندۍ)، د هلمند ولايت کې د نوي رهبرۍ د جوړېدو سره سم نن تر غرمې وروسته سکاټ میلر او ورسره مل پلاوي هلمند ته سفر کړی او هلته يې د ۲۱۵ ميوند قول اردو لیدنه کړې.

میلر په دې سفر کې د ۲۱۵ میون قول اردو قوماندان بريد جنرال سيد سميع سادات په ګډون د هلمند والي، امنيه قوماندان او د ملي امنيت رئيس سره د هلمند ولايت د وروستي امنيتي وضعيت په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي هلمند ته د خپل سفر پرمهال ویلې: "د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو سره به زموږ پوره همکاري او ملاتړ دوام ولري او د اړتيا په صورت کې به يې کلک حمايت کوو".

د ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال سيد سميع سادات د میلر سره په دې لیدنه کې ویلې؛ چې په هلمند او نيمروز ولايتونو کې به د ولايتي ادارې سره په ګډه کار کوي او قول اردو به د دښمن په ماتولو کې قاطع، جدي او پر وخت لاس په کار کيږي.

د يادوني وړ ده چې د هلمند د ورستيو سختو جګړو وروسته مرکزي حکومت د هلمند والي ملي امنيت رئيس امنيه قومندان د ميوند قوال اردو قومندان له دندو لري او پر ځاى يې نوي کسان وټاکل.