روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنایي ستانکزی وایي، چې تیره شپه یې د یو لړ عملیاتو پر مهال یو تن ۱۶ کلن ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص کړی.
هغه وایي، د یادې قضیې په تور شپږ تنه نیول شوی چې یو یې د جلال اباد ښار کې غلاوو مشري هم کوله. د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې د عملیاتو پر مهال د انسان تښتوونکو له منګولو یو ځوان ازاد کړی دی.
د ننګرهار امنیه قومندان غلام سنایي ستانکزی وایي، چې پولیسو تېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي چې په نتیجه کې یې د عابد په نوم یو کس چې تیره اوونۍ د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې اختطاف شوی و، د انسان تښتوونکو له منګولو خلاص کړی.
ستانکزی وایي، چې د یاد کس د خوشې کیدو په بدل کې انسان تښتوونکو د نوموړي له کورنۍ څخه د درې سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه هم کړې وه.
د هغه په خبره د یادې قضيې په تور شپږ تنه نیول نیول شوي چې یو یې په ښار کې د غلاوو مشري هم کوله چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.
(( پولیسو تیره شپه د عملیاتو پر مهال یو تن ځوان چې د روانې میاشتې په شلمه نیټه اختطاف شوی و، د انسان تښتوونکو ازاد کړی او نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.))
بل لور ته مدني فعالان شکایت کوي چې ډیر کله امنیتي ځواکونه د مجرمینو په نیول کیدو توانیږي، خو نیوکه کوي چې د وخت په تیریدو د بډو او راوبطو په بدل کې له بنده ازاديږي.
مدني فعال نوراغا ځواک:
((مونږ د امنیتي ځواکونو کړنې ستایوو، خو ډیره کله دا ډول مجرمین د څه وخت بند له تیریدو وروسته بیرته خوشې کیږي او بیا جرمونو ته مخه کوي.))
په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال هم په عدلي، قضایي او امنیتي ادارو نیوکه کوي چې، ډیر کله د پولیسو له لوري نیول شوي مجرمین علیني نه محاکمه کیږي چې، له امله یې په ټولنه کې د جرمنو کچه په لوړیدو ده.
((مونږ منو، چې په عدلي او نورو امنیتي ادارو کې ستونزې شته چې نیول شویو مجرمینو ته هغسې چې لازمه ده، خپله سزا نه ویني چې، له امله یې ورځ تربلې د جرمونو کچه هم لویږي.))
د ننګرهار امنیتي چارواکي داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې غلاوو، انسان تښتوونو، هدفي وژنو او نورو جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.
وروستي