د پاکستاني پولیسو لخوا د علي وزیر نیونه او د منظور پشتین غبرګون

روهي (پنځه نۍ/ ۲۷ د لیندۍ)، پرون په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د نیونې په غبرګون کې منظور پشتین دا د پاکستاني ریاست د جبري پالیسۍ دوام بللی.

پشتین د علي وزیر د نیونې په غبرګون کې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د خپلې خاورې د سوله ییز ژوند لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي او پښتنو خلاف ددې پښتون ژغورنې غورځنګ خپله تګلاره اعلان کړي.

له دې وړاندې پرون د پارلمان غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر محسن داوړ هم د علي وزیر په نیول کیدو سخت غبرګون ښودلی و او په خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلې  و چې،" د پښتون ژغورنې غورځنګ به په دې ناورین سخت غبرګون ښکاره کړي".

د یادونې وړ ده، چې علي وزیر پرون په پېښور کې د پاکستاني پولیسو لخوا د زده کوونکو له یوې نمانځغونډې نیول شوی په لر او بر کې د پاکستاني پولیسو دا اقدام د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو له سخت غبرګون سره مخ شوی.