اروپايي ټولنې د دریم ځل لپاره په بلاروس نوي بندیزونه ولګول


روهي (پنځه نۍ/ ۲۷ د لیندۍ)، اروپايي ټولنې په بلاروس کې  د حکومت ضد لاریونوالو ځپلو په غبرګون کې هوکړه کړې ترڅو یو ځل بیا په دې هېواد نوي اقتصادي بندیزونه ولګوي.

په تازه بندیزونو کې د بلاروس یو شمېر ډیپلوماتانو په ګډون ۲۹ شرکتونه شامل دي چې، دوی به ددې بندیزونو سره اجازه ونه لري ترڅو په اروپايي هېوادونو کې سوداګري وکړي.

له دې بندیزونو سره به یاد شرکتونه او ډیپلوماتان د اروپایي ټولنې له سفر بندیز سره مخ شي او شتمنۍ به ‌یې د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو کې کنګل شي.

په بلاروس کې له ټاکنو وروسته د لوکاشینکا حکومت له بریا وروسته په دې هېواد کې اعتراضونو زور اخیستی او اعتراض کوونکي ژر تر ژره د حکومت استعفا غواړي چې د دوی په وینا په ټاکنو کې  د درغلیو په زور واک ته رسیدلی خو حکومت د اعتراض کووونکو له ځپلو سره دا درېیم ځل دی چې اروپایي ټولنه پر بلاروس یو لړ بندیزونه لګوي او سر له ننه به پلي کېږي.