بهرنيو چارو وزارت:

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په نشر سره ويلي‌ دي، چې د ملي ارمان ورځپاڼې هغه راپور چې محمد حنيف اتمر ويلي چې افغانستان د لږکيو هېواد دی او دلته هېڅ قوم بايد د اکثريت دعوه ونه کړي، ناسم بللی. 

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شو‌ي دي،  "د آرمان ملي محترمې ورځپاڼې د هغه خبر په اړه چې د قوس میاستې په پنځه ویشتمه نیټه يې د “افغانستان کشور اقليت‌هاست، هيچ قومی ادعای اکثريت کرده نمی‌تواند” تر عنوان لاندې خپور شوی، خپله اشتباه ومنله او له دې کبله يې بخښنه وغوښته. د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر د دې عنوان او محتوی په اړه هیڅ خبرې نه دي کړي. 

د آرمان ملي محترمې ورځپاڼې بهرنیو چارو وزارت سره د دې خبر په اړه خپله تیروتنه منلې ده.  د ملي آرمان ورځپاڼې دا ومنله چې اشتباهاً د یو بل خبر عنوان له هغه خبر سره خپور شوی، چې ولسي جرګه کې د ښاغلي اتمر د وینا په اړه ترتیب شوی و. 

ورځپاڼې ژمنه کړې چې په دې اړه به د قوس د میاستې د ۲۸مې نیټې چاپي ګڼه کې تصحیح‌نامه خپروي. د بهرنیو چارو وزارت د آرمان ملي ورځپاڼې له همکارۍ څخه مننه کوي او هيله لري چې دا تصحیح‌نامه د دې ورځپاڼې په هغه ګڼه کې چې سبا خپریږي، خپره سي."

د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې سيما سمر کابل کې په يو خبري کنفرانس کې په دې ټېنګار کړی وو چې افغانستان کې هېڅ قوم اکثريت نشته او دا دې لږکيو  هېواد دی.