کورنيو چارو وزارت: کابل کې د (رایف) په نوم يو انسان تښتونکی باالفعل ونېول شو

روهي (پنځه نۍ/۲۷ د لېندۍ)، د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شو‌ي دي چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په اړوند درېیم پروان سیمه کې نن سهار یو انسان‌تښتوونکی رایف چې په تلخک مشهور دی او د یوه صراف د تښتونې هوډ یې درلود، نیول شوی دی.

صراف ۱۳ لکه افغانۍ له ځان سره لېږدولې، چې څو پرلپسې ورځې د رایف نومي او دوه جرمي شریکانو تر څار لاندې و.

د خبرپاڼې بر بنسټ، پولیسو د یو لړ هدفمند عملیاتو په پایله کې رایف چې په تلخک مشهور دی او د صراف د تښتونې قصد یې درلود، باالفعل نیولی دی.

د وزارت د خبرپاڼه کې راغلي چې یاد جنایت‌کار په ګڼو جنايي/ترورېستي قضیو کې لاس درلود او همدارنګه د (۱۳۹۹/۶/۱۴) نېټه په زوراباد سیمه کې د پولیسو یو منسوب شهید کړی و، چې له هغې مهاله د پولیسو تر څار لاندې و.

له نیول شوي کس څخه یو میل وسله هم ترلاسه شوې او دوه جرمي شریکان یې تر اوسه فراري دي چې د پولیسو تر جدي تعقیب لاندې دي.