قريشي: افغانستان کې روان تاوتريخوالی دی یوازې د طالبانو په غاړه نه اچول کيږي 

روهي (څلورنۍ/۲۶ د لېندۍ)، د پاکستان بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي نن اسلام اباد کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ له طالب پلاوي سره کتلي دي. د طالبانو پلاوی د پاکستان په رسمي بلنه هلته تللی دی. 

له طالب پلاوي سره له لېدنې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي رسنيو ته ويلي دي چې افغانستان کې د روان تاوتريخوالي مسووليت بايد يوازې د طالبانو په غاړه وانه چول شي او نه يوازې دوی مسوول کېدای شي. 

قريشي ويلي دي چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې په تاوتريخوالي کې رول لري او مسووليت ورته ګرځي. بي بي سي د شاه محمود قريشي له خولې لېکلي دي، "په همدې مو هم خبرې وشوې، چې یوې خواته د سولې خبرې روانې دي، خو له دې خبرو سره د تشدد په پېښو کې کموالی چې باید شوی وای، لاهم نه تر سترګو کېږي. زموږ خواهش دی، چې د تشدد پېښې کمې شي، خو دا ذمه واري یوازې پر طالبانو باندې نشي اچول کېدای. ټولې غاړې به په دې کې خپل رول لوبوي. یوازې دا چې ټول بوج پر طالبانو واچول شي، دا به له حقیقته سرغړونه وي".

ټاکل شوې ده چې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وراېخوا به طالب پلاوی د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره هم وګوري.